close
Social Media

د ويانا غونډې پای؛ ګډونوالو په افغانستان کې د مشروع او ډيموکراټيک دولت پر جوړولو ټينګار وکړ

اطلاعات روز: د «يوه ډيموکراټيک افغانستان لپاره د ويانا بهير» د څلورمې ناستې ګډونوالو د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې په افغانستان کې د يوه مشروع، ډيموکراټيک او د خلګو پر اراده ولاړ دولت پر جوړولو ټينګار وکړ.

هغه اعلاميه چې نن (چهارشنبه، ۶ د چنګاښ) خپره شوې، پکې راغلي چې د يوه ډيموکراټيک او انساني وضعيت پر لور د افغانستان د خلګو له هڅو د ګاونډيو هيوادونو، سيمې او نړۍ ملاتړ «اړين او بنسټيز» دی.

د دې اعلاميې له مخې، د ويانا د بهير په دې دوره کې د سياست، اقتصاد، بشري حقونو او نړيوالو اړيکو په برخه کې څلور کاري ډلې جوړې شوې او په دې اړه څلور سندونه تصويب او په يوه مشروع، ډيموکراټيک او باثباته دولت د افغانستان د بدلولو لپاره يې اجرايوي ميکانيزمونه وړانديز کړل.

د ويانا د بهير د څلورمې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ويل شوي چې ګډونوالو «د افغانستان د وګړو په استازيتوب په يوه غږ غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې روان څو اړخيز کړکېچ ته رسيدګي وشي».

د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان امنيتي او سياسي وضعيت «ماتېدونکی، خرابېدونکی او ناپايداره» بللی او ويلي يې دې چې په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو د لا منظم کولو لپاره وړانديزونه شوي دي.

دوی همدا راز له افغانستان سره د بشرپالو مرستو د دوام، د جنسيتي اپارتاید په رسمیت پيژندنې او په افغانستان کې د تروریزم خطر ته د پاملرنې غوښتنه کړې.

د دې غونډې ګډونوالو ويلي چې د دوی په اند اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افراطيت او تروریزم پراختيا، اقتصادي او سياسي کړکېچ، د قانون نه حاکمیت، د خلګو پراخه کډوالي، د بشري حقونو کړکېچ او د اساسي قانون پر اساس د يوه جوړ شوي حکومت نشتون د افغانستان د اوسني کړکېچ اصلي عوامل دي او داخلي او نړيوال اړخونه لري.

د دوحې پر درېيمې غونډې نيوکه

د ويانا د بهیر د څلورمې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې د دوحې پر را روانې غونډه نيوکه شوې او ويلي يې دې چې د دې غونډې اجنډا ښيي چې ملګري ملتونه له خپله ماموريته وتلي او د دې سازمان د امنيت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک يې نقض کړی دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي: «په يو اړخيزه توګه د طالبانو ګډون او د دوی په خوښه د دوحې د درېيمې غونډې اجنډا ټاکل نه يوازې د دوحې درېيمې غونډې بلکې د دوحې د ټول بهير مشروعيت ختموي.»

دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې په هيڅ توګه دې «د طالبانو ترهګره ډله» نه عادي کوي او شرایط بايد په داسې توګه تيار نشي چې «له يوې ترهګرې ډلې سره د افغانستان د استازي په توګه تعامل وشي».

د ويانا غونډې ګډونوالو ويلي چې هيله لري د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش د دې مسلې حساسيت درک کړي او د افغانستان په قضيه کې مسوولانه چلند وکړي.

«د يوه ډيموکراټيک افغانستان لپاره د ويانا بهير» څلورمه غونډه د دوشنبې په ورځ د اتريش په پلازمينه کې د طالبانو د يو شمېر مخالفو سياسي څېرو په ګډون پیل شوه او نن پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود، د حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق او د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» لوړپوړو غړو، د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپانتا، د عدليې پخواني وزير فضل احمد معنوي او يو شمېر نورو سياسي او مدني څېرو ګډون کړی و.

احمد مسعود د دې کانفرانس په وروستيو کې د خبري غونډې پر مهال دا غونډه «پراخه او وسيعه» وبلله او ويې ويل چې هڅه کېږي راتلونکې غونډې نورې هم پراخې وي تر څو د افغانستان لپاره د لارې يوه هر اړخيزه نقشه تياره شي.

محمد محقق او په دې کانفرانس کې يو شمېر نورو ګډونوالو د طالبانو پر سياستونو انتقاد وکړ او د اتريش د نړیوالو اړيکو د مطالعاتو له موسسې يې مننه وکړه چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د بېلابېلو سياسي جريانونو د خبرو-اترو لپاره زمينه برابروي.

د «ويانا بهير» غونډې د اتريش د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو موسسې په کوربتوب جوړېږي.

د دې بهير په لومړيو درو غونډو کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو او ډلو پر انسجام او اتحاد ټينګار شوی و.