اطلاعات روز: د بېلابېلو هيوادونو دوولسو مخکښو ښځينه سياستوالو د يوه پرانيستي ليک په خپرولو سره د دوحې په درېيمه غونډه کې د افغان ښځو د فعالې او مستقيمې ونډې غوښتنه کړې ده.
دا ليک نن (چهارشنبه، ۶ د چنګاښ) د «نړیوالو ښځينه رهبرانو د غونډې – ۲۰۲۴» په څنډو کې خپور شوی دی.
د دې ليک لاسليکوونکو ويلي چې د نړيوالې ټولنې له لوري د افغان ښځو شړل «ظالمانه» دي، په دې سره به د هغوی غږ څنډې ته کړل شي او حقونه به يې تضعيف شي.
دا ليک د کوسوو ولسمشرې را ويوسا عثماني، د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیرې هيلري کلينټن، د اسټراليا پخوانۍ لومړۍ وزيرې جوليا ګيلارد، د افغانستان د بشري حقونو کميسيون پخوانۍ رييسې شهرزاد اکبر، د نيوزيلينډ پخوانۍ لومړۍ وزيرې هيلن کلارک، د مکزيک د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې پاتريشيا اسپينوزا، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پخوانۍ رييسې ماريا فرناندا سپینوزا، د ليتوانيا پخوانۍ ولسمشرې دالیا ګریباوسکایت، د ادموند آ.والش د بهرنيو خدماتو د پوهنځي مرستيالې کارلا کوپل، د فينلينډ پخوانۍ لومړۍ وزيرې سانا مارين، د شمالي ايرلينډ د قانون جوړونې د مجلس پخوانۍ غړې مونيکا مک ويليامز او د ښځو، سولې او امنيت لپاره د جورج ټاون موسسې اجرايوي مديرې ملان وروير لاسليک کړی دی.
دوی ويلي چې د افغانستان د ښځو محروميت د ملګرو ملتونو له منشور، د ښځو، سولې او امنيت په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۱۳۲۵تم پرېکړهليک، له نهو نورو اړوندو پرېکړهليکونو او د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعيض د ليرې کولو له کنوانسيون سره په ټکر کې دي.
دې ښځينه سياستوالو ويلي چې له دې سره-سره د دوحې له غونډې د افغانستان د ښځو حذف د افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو د نړيوالې ټولنې له دريځ سره په ټکر کې دي او د دوحې د غونډې اعتبار او اغېز تضعيفوي.
دوی ويلي، موافق دي چې د افغانستان د خلګو د کړاو راکمول اړين دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د بشرپالو مرستو د وېش ملاتړ کوي خو له دې سره-سره د ښځو وضعيت او حقونه له ټولو بحثونو سره تړاو لري.
دې ښځينه سياستوالو زياته کړې: «موږ بايد طالبانو ته لاره خلاصه نه کړو چې پر ښځو له خپل ظالمانه چلند سره-سره پراخ مشروعيت تر لاسه کړي. طالبانو ته دا اجازه ورکول چې د دوحې د خبرو شرایط پر شا وتمبوي د دوی هغې ناوړه او ظالمانه ګټې اخيستنې ته مشروعيت ورکوي چې په جنسيتي اپارتاید بدلېږي.»
د دې ښځينه سياستوالو په پرانيستي ليک کې ويل شوي: «دا د نړيوالې ټولنې لپاره برخليک ټاکوونکې شېبه ده تر څو د مذاکرې د ميز پر سر د افغانستان د ښځو پر حضور په ټينګار کولو سره د افغانستان ښځو او نجونو ته خپل نه ماتېدونکی تعهد وښيي.»
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي.
په سوله او سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له سرپرست د ليدنې پر مهال ويلي و چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د مالي او بانکي مسايلو، له نشيي توکو سره پر مبارزې، د کروندګرو لپاره پر بديل کښت او اقليمي بدلونو او پر افغانستان يې د اغېزو په اړه خبرې کېږي.
نړیوالو رسنيو د يو شمېر ډيپلوماټانو له خولې ويلي چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ کې چې د طالبانو د استازو په حضور سره پيلېږي، ښځې نشته او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه به هم پکې خبرې نه کېږي.
دې غونډې ته د طالبانو پر رابللو او د ښځو پر حذفولو پراخې نيوکې شوې دي او د ښځو اعتراضي خوځښتونو، د بشري حقونو فعالانو او د افغانستان مدني فعالانو له دې غونډې سره پرېکړون اعلان کړی او د نړۍ په يو شمېر ښارونو کې يې لاريونونه هم کړي دي.
خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاریک د نيوکو په ځواب کې ويلي چې د ښځو د حقونو موضوع به په هره غونډه کې «لومړيتوب» وي.