close
Photo: sent to Etilaatroz

په باميانو کې سيلاب؛ لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ورک دي

اطلاعات روز: په باميانو کې د طالبانو د والي ویاند صبور سيغاني ويلي چې د دې ولايت په «يکاولنګ نمبر یک» ولسوالۍ کې د سخت باران او سيلاب راوتلو له کبله د دوو کورنيو ۱۷ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ورک دي.

د طالبانو د والي وياند اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې پرون (سې‌شنبه، ۵ د چنګاښ) د «يکاولنګ نمبر یک» ولسوالۍ په «دزدان چشمه»، «هزار چشمه» او «پودینه‌تو» کليو کې سخت باران شوی او سېلاب راوتلی دی.

ده زياته کړې چې په مړو شويو کسانو کې ښځې، ماشومان او نارينه شامل دي او د ورکو خلګو د موندلو لټون روان دی.

په دې ولسوالۍ کې ځايي سرچينو هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته د سېلاب له کبله پېښه شوې مرګ ژوبله تاييد کړې او ويلي يې دې چې د سيلاب مالي تاوانونه هم ډېر دي.

په باميانو کې د طالبانو د والي وياند ويلي چې د دې سيلاب له کبله ۳۵ څاروي تلف شوي او يو شمېر د اوسيدنې کورونه، کرنيزې ځمکې او لارې ويجاړې شوې دي.

له باميانو سره-سره تېره ورځ د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې هم سخت باران شوی او سېلاب راوتلی و.

په بدخشان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ويلي و چې د دې ولسوالۍ په «وني» او «پاني‌دي» کليو کې د سېلاب راوتلو له امله ۳۰ کورونه او تر ۳۰۰ جريبه زياته کرنيزه ځمکه تخريب شوې وه.

د روان لمريز کال پر مهال د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې سخت ورښتونه وشول او له کبله يې ويجاړوونکي سيلابونه راووتل.

دې سيلابونو درانه او مالي تلفات واړول او په سلګونو تنه يې بې ځايه او بې کوره کړل.