close
World Economic Forum / Jakob Polacsek

ملاله يوسفزۍ: د ښځو له بشپړ ګډون پرته د افغانستان د راتلونکې په اړه هيڅ ډول خبرې مشروعيت نه لري

اطلاعات روز: د بشري حقونو فعالې او د سولې د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د دوحې پر درېيمه غونډه نيوکې کړې دي او وايي چې د ښځو له ګډون او رهبرۍ پرته د افغانستان د راتلونکې په اړه هيڅ ډول خبرې مشروعيت نه لري.

اغلې يوسفزۍ نن (پنجشنبه، ۷ د چنګاښ) پر ايکس ټولنيزې رسنۍ ليکلي چې په دې اړه يې له انتونيو ګوتريش سره خبرې کړې دي او خپلې انديښنې يې ورسره شريکې کړې دي.

دې زياته کړې: «دا چې طالبان په داسې حال کې بلل شوي چې د ملګرو ملتونو له استازو سره وويني او د افغانستان ښځې او د بشري حقونو مدافعين له اصلي خبرو حذف شوي دي، د انديښنې وړ او ناهيلې کوونکې ده.»

د بشري حقونو دې فعالې ويلي، د منلو وړ نه ده چې ملګري ملتونه داسې يوه غونډه د افغانستان د ښځو له مرکزي رول پرته رابولي.

دې زياته کړې چې دا چاره ناسم سيګنالونه لېږدوي؛ هغه دا چې د نړۍ رهبران چمتو دي د طالبانو غوښتنې ومني او د ښځو او نجونو حقونه نور اصلي لومړيتوب نه دي.

اغلې يوسفزۍ ويلي چې د افغانستان د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند د هغوی د حقوقو، کرامت او معيشت «سيسټماټيکه پاکسازي» ده او په نتيجه کې يې جنسيتي اپارتاید را منځ ته کېږي.

دې ټينګار کړی چې طالبان د نړۍ په کچه کوم مقام نه لري او نه هم حق لري چې د بحثونو شرایط تعين کړي. د دې په خبرو دوی هغه کسان دي چې د خپلو ښځه ځپونکو موخو په خاطر دين او کلتور تحريفوي او بايد د بشريت پر خلاف د خپلو جنايتونو په اړه ځواب ووايي.

ملالې يوسفزۍ د دوحې د غونډې پر خلاف د افغانستان د ښځو اعتراضونو ته په اشارې ويلي چې دوی په پرېکنده توګه ويلي چې کله د هيواد نيم نفوس څنډې ته کړل شوی وي، له طالبانو سره هر ډول تعامل «خيانت» دی.

دې زياته کړې: «راځئ له دوی سره پيوستون وکړو او له ملګرو ملتونو وغواړو چې خپل مسير بدل کړي.»

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د دوحې په پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب او د طالب پلاوي په ګډون جوړه شي.

له نړیوالو رسنيو سره سم، ملګرو ملتونو له اصلي غونډې څخه د افغانستان ښځې او مدني فعالان حذف کړي او همدا راز يې د دې غونډې له اجنډا څخه د بشري حقونو او ښځو د حقونو موضوعات هم ايستلي دي.

له دې غونډې څخه د ښځو پر حذفولو پراخې نيوکې شوې دي او د افغانستان يو شمېر ښځينه او د بشري حقونو فعالانو له دې غونډې سره د پرېکون کمپاين پيل کړی دی.