close
sent to Etilaatroz

په بدخشان او بغلان کې د ترافيکي پېښو له امله شپږ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو چارواکي خبر ورکوي چې په بدخشان او بغلان کې د موټر اوښتو او ټکر له امله شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ژوبل دي.

په بدخشان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ويلي چې يو «پیکپ» ډوله موټر چې شپږ کسان پکې سپاره وو، له خواهان ولسوالۍ څخه «حوض شاه» کلي ته روان و او د زيات سرعت له امله د موټروان له کنټروله وتلی او په دره کې چپه شوی دی.

دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ۷ د چنګاښ) د خواهان ولسوالۍ په «کوه مولوي عبدالصمد» سيمه کې را منځ ته شوې.

په بدخشان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې په دې پېښه کې درې کسان چې د موټر د کابين په داخل کې ناست وو مړه شوي او درې تنه نور چې شاته سپاره وو، ژغورل شوي دي.

همدا راز په بغلان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند شير احمد برهاني ويلي چې تېره ورځ د بدخشان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ د «چشمه شیر» سيمې په ملايانو ساحه کې يوه «سراچه» ډوله موټر له يوه «مازدا» ډوله موټر سره ټکر کړی.

د ده په وينا، په دې پېښه کې په سراچه موټر کې سپاره درې تنه مړه شوي او د يوه ماشوم او دوو ښځو په شمول څلور تنه ژوبل دي.

له بېلابېلو ولايتونو څخه تقريبا هره ورځ د ترافيکي پېښو خبر ورکول کېږي.

ترافيکي پېښې په کلنۍ توګه په افغانستان کې د سلګونو تنو ژوند اخلي او په لسګونو نور ژوبل او معلولوي.

د معياري سړکونو نشتون، د موټروانانو بې احتياطي او د موټروانۍ د اصولو نه مراعتول په هيواد کې د ترافيکي پېښو د وقوع اصلي دلايل ګڼل کېږي.