اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، د دې ولایت په ارغستان او شاولیکوټ ولسوالیو کې دوه ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي.
د کندهار په عامې روغتیا ریاست کې د طالبانو د کتلوي معافیت مسوولینو نن (شنبه، ۱۶ د چنګاښ) وویل، چې د ګوزڼ یادې مثبتې پیښې یې د جولای پر دویمه نیټه ثبت کړي دي.
دوی زیاتوي، د پولیو لومړۍ مثبته پېښه د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې چې پرې یو پنځه کلن ماشوم اخته دی او همدا راز دویمه پېښه د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ثبت شوې چې پرې د څلور نیمو کالو یو ماشوم اخته شوی دی.
طالب مسوولین زیاتوي، چې د دغو نویو پېښو تر ثبت وروسته یې په ارغستان، شاولیکوټ، تخته پل، سپین بولدک او ارغنداب ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین بیړني کمپاینونه پېل کړي دي.
د معافیت کتلوي څانګې مسوولین زیاتوي، یادې کورنۍ چې ماشومان یې ګوزڼ وهلي له پاکستان څخه راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.