close
انځور: خواله رسنۍ

له دیني مدرسو څخه د کم عمره ځوانانو نادرکۍ هلمندیان اندیښمن کړي

هلمند کې ځایي اوسیدونکي وایي، په دې وروستیو کې دغلته له دیني مدرسو څخه یو شمیر کم عمره ځوانان نادرکه شوي، چې د ځینو یې جسدونه موندل شوي او یو شمیر یې لاهم نادرکه او تر اوسه یې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

هلمند کې چې اوس د ګرمۍ موسم دی، ښوونځي په کې رخصت او خلک خپل اولادونه د رخصتۍ په دغه موده کې دیني مدرسو ته استوي، ترڅو په دیني برخه کې هم زده کړې وکړي، خو په دې وروستیو کې د دغه ولایت له مدرسو یو شمیر کم عمره ځوانان نادرکه شوي، چې دې چارې خلک اندیښمن کړي او وایي، چې له مدرسو د دوی اولادونه په پټه نورو ولایتونو ته لېږل کېږي او هلته یا وژل کېږي او یا هم د نورو جنګي موخو لپاره کاریږي.

د هلمند اوسیدونکی احمد جان چې څه موده وړاندې یې زوی له مدرسې څخه نادرکه شوی و، جسد یې د نادرکۍ په پنځمه ورځ کونړ کې په داسې حال کې موندل شوی چې پر بدن او مخ یې د وهلو ګوزارونه ښکاره کیدل. هغه وایي زوی یې نورالله نومېده او د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې و، چې د ښوونځیو رخصت سره یې د دیني زده کړو لپاره مدرسه کې شامل کړ، خو په خبره یې چې زوی یې په ډیر کم وخت کې تغییر وکړ او د جهار په پلمه له کوره بیول شوی و.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «زما زوی د ۱۷ کالو و د هغه سره د جهاد او د غزا ګانو په اړه کتاب و، چې شپه او ورځ یې مطالعه کاوه، زموږ سره یې مجلس چندانې نه کاوه، مبایل، کمپیوټر او د ټلویزیون څخه یې ځان لېرې ساته، د یوې میاشتې په جریان کې یې بیخي بیله رویه خپله کړه، بلاخره یوه ورځ یې کورته ته خط پرېیښی و چې د فلسطین جنګ ته ځي او نور په هغه پسې ونه ګورو، بیا هغه و، چې مبایل یې کار نه کاوه، څو ورځې وروسته یې موږ د کونړ په سیند کې جسد پیدا کړ.»

نورالله چې د غبرګولي په ۱۸مه یې جسد د کونړ په سیند کې موندل شوی. انځور: استول شوی

د نورالله مشر ورور احمدالله بیا وایي، چې د دوی د کلي جومات ته له نورستان څخه د تبلغیانو په نوم یوه ډله راغلې وه او دوی ته یې د فلسطین د جهاد داستانونه بیانول او تر عمومي مجلس وروسته به یې نوي ځوانانو سره بیل مجلس کاوه او په دې منځ کې په دې بریالي شوي وو، چې د ده ورور دې ته اماده کړي، چې د دغه تبلیغیانو سره نورستان ته د جګړې د امادګۍ لپاره ولاړ شي او له هغه وروسته به د خپلې موخې سیمې ته استول کېږي.

نوموړي وویل: «دلته تبلغیان زموږ مسجد کې څلور ورځې وو، د کلي کم عمرو ماشومانو ته به یې بیل او فردي شکل د جهاد، د فلسطین د جګړې او پاکستان کې د جهاد داستانونه بیانول، زما ورور ته یې ویلي و چې لومړی نورستان ته د تمرین لپاره ولاړ شي او د هغه ځای څخه یې د فلسطین د جګړې لپاره لیږدوي، خو چې کله مې ورور نورستان ته تللی و، درې ورځې وروسته یې ماته د جمعې په ورځ زنګ وواهه چې پیسې نه لري او غواړي بیرته کورته را وګرځي، هغه په ژړا او په ویره خبري کولې، ډیر بیریدلی ښکاریده، غوښتل مې په سبا پیسې ور واستوم، خو په همدې ورځ یې د کونړ په سیند کې جسد پیدا شوی و.»

د احمدالله په باور د هغه ورور نورستان ته د داعش لیکو ته لیږدول شوی و او هلته د هغو نورو کم عمره ځوانانو سره یوځای د جګړې تمرین ورکول کیده چې افغانستان، پاکستان او نورو هیوادونو ته د جګړې لپاره لیږدول کېږي. هغه وایي، ورور یې غوښتل بیرته کور ته راستون شي، خو دا چې هغه هلته د داعش د لیکو پټنځایونه او د جګړې وسلې لیدلي وې ویریدلی و او د تیښتې هڅه یې کوله چې په همدې ورځ د هغه سره د خبرو کولو څلور ساعته وروسته یې جسد د کونړ په سیند کې موندل شوی و.

نوموړی زیاتوي، چې د پیښې د څیړلو لپاره یې په کابل کې د طالبانو څخه مرسته غوښتې، خو یوازې ورته ویل شوي چې نورستان کې د داعش پټنځایونه شته او دوی یې د پیدا کولو په هڅه کې دي، مګر نوره کومه مرسته ورسره نه ده شوې.

طالبان هم په دیني مدرسو کې په زده کړو بوخت ځوانان د دوی د اهدافو تعقیب ته هڅوي. انځور: خواله رسنۍ

تر دې وړاندې هم هلمند کې تنکي ځوانان د دیني مدرسو څخه نادرکه شوي چې زیات شمیر یې تر اوسه نه دي موندل شوي، خلک له طالبانو غواړي چې په دې ولایت کې د هغو کسانو مخه ونیسي چې د دوی کم عمره ځوانان دوکه کوي او د جګړې لیکو ته یې جذبوي.

عبدالاحد چې ۱۶ کلن زوی یې د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته د دیني زده کړو لپاره لیږلی و، وایي زوی فضل الحق نومیده او شپږ میاشتې کېږي چې نادرکه دی.

نوموړی زیاتوي، چې زوی یې د لسم ټولګي زده کونکی او د ښوونځي په رخصتیو کې یې د لښکرګاه ښار د «صافیاتو» په مدرسه کې دیني زده کړې کولې چې نادرکه شوی او د هلمند په ګډون یې کندهار او نیمروز کې د هغه لټون کړې، خو تر اوسه یې په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «شپږ لورګاني لرم، دا مې یوازینی زوی و، ویښته مې ورپسې سپین شول، چې یوه نښه یې پیدا کړم، ته خپله فکر وکړه چې د مور او خویندو به یې څه حال وي، چې دروازه وټکیږي مور یې تر دروازې ور زغلي چې ګواکي زوی به یې راغلی وي، سمدم هلک و، خپل مکتب ته ته، درسونه یې ویل خو مکتب کې یې یوه همصنفي مدرسې ته جذب کړی و چې وروسته له مکتب څخه مدرسې ته تللی، مدرسې کې همدا د جهاد خبرې ورته کیدلې چې د مدرسې څخه نادرکه شوی، اوس خدای خبر چې مړ به وي که به ژوندی وي.»

فضل الحق چې شپږ میاشتې وړانډې له مدرسې نادرکه شوی. انځور: استول شوی

تر دې وړاندې هم د هلمند له ډیری ولسوالیو او کلیو کم عمره ځوانان نادرکه شوي، چې کره شمیر یې نه دی معلوم، خو یو شمیر کورنیو پر خواله رسنیو د خپلو اولادونو د ورکې اعلانونه کړي او له خلکو یې غوښتي چې په پیدا کیدو کې ورسره مرسته وکړي.

د هلمند یو تن قومي مشر او سیاسي فعال چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، وایي که طالبان د داسې پیښو مخنیوی ونه کړي ډیرې بدي پایلې به ولری. نوموړی زیاتوي په دې ورستیو کې د مرکز لښکرګاه په ګډون په ولسوالیو کې د دیني تبلغیانو په نوم یوه ډله په جوماتونو کې د جهاد، د فلسطین د جګړې او د نورو غزاګانو د داستانونو په بیانولو سره کم عمره ځوانان ښکار کوي او د داعش، القاعدې او نورو جنګي ډلو ته یې جذبوي، چې بیا یې پاکستان او یاهم نورستان او کونړ ته د روزنې لپاره وړي او له هغه ځایه یې بیا په افغانستان او نورو هیوادونو کې د جګړییزو موخو لپاره کاروي.

طالبانو پر افغانستان تر ولکې ټینګولو وروسته مدرسو ته پام زیات کړی او په ټول هیواد کې یې زرګونه مدرسې جوړې کړي او دوی یادې مدرسې د اسلامي اهدافو د ترلاسه کولو یوازیني مرکزونه ګڼي او هر کال ترې زرګونه ځوانان فارغوي.