close

کندهارۍ نجونې طالبانو ته: د زده کړو اجازه راکړئ، موږ د ټولنې هېر شوی قشر مه حسابوئ

په داسې حال کې چې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړل کیدو څه باندې زر ورځې پوره کېږي، خو بیا هم افغان نجونو د خپلو زده کړو بشپړیدو ته هیلې له لاسه نه دي ورکړي او تل د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې دغه قشر دې نه هیروي او د زده کړو اجازه دې ورکړي.

کندهار کې له زده کړو منع شوې نجونې وایي، ټولې هیلې یې پر دې راټولې دي چې طالبان به بیرته د ښوونځيو دروازې پرانیزي، خو په خبره یې که خپلو زده کړو ته ولاړې نه شي، راتلونکي ارمانونه به یې له خاورو سره خاورې شي.

کندهار کې د زرغونې انا لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکې بي بي زینب چې د طالبانو راتګ سره له زده کړو محرومه شوې وایي، اسلام په ښځه او نر علم فرض کړی او د یو بشر په توګه حق لري ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په وینا یې چې دا حق به غواړي او تر مرګ ساعته به یې دفاع کوي.

زینب زیاتوي، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره افغان ټولنه د نارینه وو په څیر ښځینه ډاکټرانو او ښوونکو ته اړتیا لري ترڅو نوي نسل ته خدمت وکړي، چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي ټول ښځینه قشر ته د تعلیم او کار کولو اجازه ورکړي.

نوموړې وویل: «دا چې زر ورځې کېږي موږ له تعلیم څخه بې برخې پاتې یو دا یو ډیر سخت او دردونکی احساس دی، زه خپله دا احساس تاسو ته بیانولای نه شم، ځکه د مکتبونو له بندېدو سره سره یو ځای زه د یوې میاشتۍ لپاره ناروغه او بستر شولم، زما روحي وضعیت ډیر زیات خراب و، زما ټولې هیلې تر پښو لاندې شولې، ما یو ځل انلاین درسونه شروع کړل، خو په هغه برخه کې ما ډیر مشکلات درلودل انټرنیټ مو نه درلوده، نور وسایل مو نه درلودل چې د هغې له لارې زده کړې وکړو، کله کله داسې وختونه هم راتلل چې انټرنیټ مو نه شوای پیدا کولای نور ټول انلاین درسونه مو پاتې شول، اوس دغسې ناست یو پلار مو راته وعدې راکولې چې پاکستان ته مو د درسونو لپاره بیایم، خو اوس هغه موقع هم نه راته برابریږي، د ډیرو نجونو پر زړه ارمان پاتې دی جې له مکتب څخه فارغې شي او پوهنتون ولولي.»

کندهارۍ نجونې وایي، زده کړې یې حق او باید اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته لاړې شي

د کندهار ښار اړوند د محمود طرزي لېسې زده کوونکې ۱۶ کلنه هیدا وایي، نهم ټولګي کې له زده کړو راګرځول شوي او د تېرو نږدې دریو کلونو راهیسې د دې خبر په تمه ناسته ده چې طالبان به بیرته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي.

هغې وویل: «کورني مشکلات مو جلا دي، اقتصادي مشکلات مو جلا دي، د زده کړې او تعلیم مشکلات مو جلا دي، یوازې دا نه چې زه د دې مشکلاتو سره مخامخ یم بلکې ټولې افغان نجونې د دې مشکلاتو سره مخامخ دي، زه خپل راتلونکی هیڅ روښانه نه وینم ځکه چې زه د تعلیم څخه بې برخې شوې یم، زه نشم کولای چې له ځانه حتا یو ډاکټره جوړه کړم چې خپل هیواد ته خدمت وکړم، یو وارې بیا غوښتنه کوم چې موږ ته اجازه راکړئ چې مکتب ته مو ولاړې شو، موږ د ټولنې پر هیر شوي قشر مه حسابوئ.»

د زرغونې انا لېسې یوه بله زده کوونکې ۱۹ کلنه مدینه چې تر لسم ټولګي پورې رسیدلې وه اوس په یوې مدرسه دیني زده کړوي کوي. نوموړې وايي، کندهار کې د نجونو لپاره ډیرو وړیا مدرسو شتون درلود، خو په خبره یې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته مدرسې هم لوړ فیسونه اخلي او د ډیرو بې وزلو نجونو وس نه رسېږي ترڅو دیني زده کړې وکړي.

مدینه زیاتوي، چې د ښوونځیو له بندېدو سره ډيری نجونو انلاین زده کړو او د نویو کسبونو زده کړې ته مخه کړه، خو په وینا یې چې ټولې هڅې یې ناکامه او دا مهال لاس تر زنې ناستې دي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «ډیر مشکلاتونه ما پر ځان وړي چې تر لسم ټولګۍ ما  ځان رسولی کورنۍ ستونزي، اقتصادي مشکلات د رنګا رنګ مشکلات مو پر ځان وړي هغه مکتبونه راباندې بند شول، زه چې خپل راتلونکي او د هیواد حالت ته ګورم د ښځو د تعلیم له نظره موږ ډیر پر شا باندې روان یو، ځکه چې ډیرې خویندې بې تعلیمه پاتې دي، که یو خور زده کړې ونه کړي نو ښځینه ناروغانې به نارینه ډاکټرانو ته د نسایي ولادي مشکلاتو لپاره بیایي، موږ باید تعلیم وکړو حکومت باید موږ ته اجازه راکړي چي موږ تعلیم وکړو کار وکړو، ځینې کورنې نارینه یا سرپرست نه لري د هغو ټوله امید خپلې لور ته وي.»

کندهار کې د زرغونې انا لېسه

دغه راز د ښځو د حقونو فعالانې بیا وایي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل ډيری افغان نجونې له رواني اړخه زیانمنې کړي او زیاتوي، که چیرته د زده کړو دروازې تړلې پاتې شي دا به د نجونو راتلونکی ژوند وګواښي.

د ښځو د حقونه فعاله سحر افغان وایي، چې ښوونځیو ته د افغان نجونو نه تګ به د هغوی پر ژوند ډیرې منفي اغېزې ولري او په وینا یې چې د طالبانو حکومت باید د ښځو او نجونو ستونزې او غوښتنې واوري، ځکه چې دغه قشر د ځان او ټولنې د راتلونکې لپاره ښې هیلې لري.

نوموړې وویل: «اوس وخت کې له څنګه چې نارینه تعلیم ته ضرورت لري همداسې نجونې هم تعلیم ته اړتیا لري، حکومت چې کومې ژمنې په قطر کې امضاء کړي، دوی دې خپلط ټولط ژمنې ځای پر ځای کړي، زموږ ټولو افغان خویندو ته دې دوی اسلامي، بشري، حقوقي او دیني حق ورکړي، زموږ هیواد پرته د نجونو له تعلیم څخه پرمختګ نه شي کولای، نړیوال بنسټونه دې د نجونو د تعلیم په برخه کې پروژې راوړي، زیاتي نجونې چې اوس پر کورو ناستې دې هغو ته دې پر کورو د کسب زده کړې او کار زمینه مساعده کړي.»

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز یو شمیر نجونې دېته اړ کړې چې نور کسبونه زده کړي، خو د نه ملاتړ له امله دغو نجونو هم پرمختګ ونه کړ

د سحر افغان په خبره، ډیری کورنۍ د نجونو د تعلیم نشت له کبله پاکستان، ایران او نورو ملکونو ته تللي او هلته یې د پناه غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او زده کړييز سازمان (يونيسکو) د روان کال پرمهال ویلي و، چې افغانستان کې ۱.۴ ميليونه نجونې ښوونځيو ته له تلو څخه محرومې دي.

دې بنسټ پر خپلې فيسبوک ليکلي و، چې له زده کړو د نجونو محرومول په جدي توګه د هغوی رواني حالت زيانمنوي او تر څنګ یې د افغانستان د پرمختګ مخنيوی کوي.

د اطلاعات روز د شمېرو له مخې اوس مهال کندهار کې ۷۹ زره ښځينه زده ‌کوونکې شتون لري چې له ډلې يې تر ۴۰ زره زياتې تر شپږم ټولګي پورته او د طالبانو د بندیز له کبله په کورونو ناستې دي.