close

په کاپيسا او لغمان کې د دوو ترافیکي پیښو له امله ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په کاپیسا او لغمان کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

کاپيسا کې د طالبانو امنيې قومندانۍ وایي، تېره ورځ (جمعه، ۱۵ د چنګاښ) د دغه ولایت د الاسای ولسوالۍ اړوند «چاپي خېلو» سيمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله څلور تنه مړه او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو تونس ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی. د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

کاپيسا کې د طالبانو پوليسو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى او ويلي يې دي چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

دغه راز لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل ــ جلال اباد پر لویه لار یوې ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفری وایي، چې پېښه تېره ورځ د کابل ـ جلال اباد لوې لارې اړوند «سرخکانو» سیمه کې د کرولا او بکسې موټرو ترمنځ شوې، چې په کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د یوسفزي په خبره ټپیان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لیږدولي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت ډاډمن بللی دی.

له دې درې ورځې وړاندې هم د یادې لارې په اوږدو کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله دولس کسان ټپیان شوي وو.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو مې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

دا ډول ترافيکي پېښې هر کال په هېواد کې لسګونه کسان مړه موي او لسګونه نور ټپيان او معيوبوي.

د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.