په خوست ولايت کې د کڼو او ګونګيانو لپاره له کلونو راهيسې ځانګړی د زده کړو ښوونځی فعاليت لري، چې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو هغه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې خبرې نه شي کولی او يا په غوږونو څه نه اوري.
دا يوازينی ښوونځی چې په مرکز کې فعاليت لري، خلک يې د ګونګيانو او کڼو لپاره د زده کړو ارزښتمن مرکز بولي، خو څومره چې لازمه ده امکانات ورته نه دي برابر شوي او د زده کړو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د خوست ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولينو بيا ويلي، چې تېرو دريو کلونو کې دغه ښوونځي ته د ستونزو حل او اړتياوو پوره کېدو لپاره پام زيات شوی دی.
خوست کې کڼو او ګونګیانو ته دغه ښوونځی په ۱۳۹۰ لمریز کال کې تاسیس شوی، ياد ښوونځي کې د ګمارل شويو ښوونکو له لوري د اشارو په ژبه زده کوونکو ته بېلابېل درسي کتابونه لوستل کېږي او ورباندې ليکل کوي.
د مرکز اوسېدونکی محمد ولي خان چې تېر کال يې خپل ګونګ ورور په ياد مرکز کې شامل کړی وايي، ورور يې له ښوونځي وړاندې هيڅ ليکل نه شوای کولی، خو د نوموړي په وينا چې اوس په اشارو لوستل او لیکل هم کولی شي.
هغه وویل: «دا ښوونځی زمونږ د ورور لپاره ډېر ګټور دی، مونږ په خپل کور کې هغه ته درس نه شو ور ښودلی، ولې په دغه لېسه کې یې استادان دومره خواري ورسره کوي چې اوس ماشاء الله هم خط لیکلی شي او هم په کتاب کې یوه موضوع د اشارو په ژبه وړاندې کوي، نو دا یو ښه ځای دی او نور خلک هم باید راشي تر څو د خپلې کورنۍ ګونګیان او کاڼه ماشومان په کې شامل کړي.»
اوس مهال د ګونګیانو او کڼو لپاره په جوړ شوي ښوونځي کې شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د یو شمېر ښوونکو له خوا یې درسي بهیر پرمخ وړل کېږي، د ګونګیانو د کورنۍ غړي همدا راز په ترانسپورټ برخه کې هم د ستونزو یادونه کوي.
دوی وايي، یاد مرکز ته له لېرې پرتو سیمو ګونګیان د زده کړو لپاره راځي او د ترانسپورټ نشتون له کبله پر ټاکلي وخت درسونو ته ځان نه شي رسولی.
په دې اړه د مرکز فارم باغ یو اوسېدونکي کلیم خان وویل: «ګونګیان او کاڼه یوه مظلومه طبقه ده، دوی بېچاره ګان ښار ته له لېرې سیمو ورځي او بیا په خپل ښوونځي کې درس وايي، کله نا کله د باران او یا ګرمي پر مهال نه شي تلای، ځکه د ترانسپورټ امکانات یې کم وي او ځای یې لېرې، نو دوی ته باید د ترانسپورټ برخه کې هم پام وشي.»
د خوست ولایت اوسېدونکي که څه هم د یاد ښوونځي فعالیت مهم بولي، خو وايي اړتیا ته په کتو څومره چې لازمه ده د ګونګیانو او کڼو لپاره جوړ شوی د زده کړو مرکز امکانات نه لري او زده کوونکي یې په یو خراب تعمیر کې زده کړې کوي.
په یاد ښوونځی کې یو تن پخوانی کارمند چې ځان روح الله معرفي کوي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې اوس مهال د ګونګیانو ښوونځی د میخانیکي انسټیټیوټ په یوې پخوانۍ ودانۍ کې فعالیت کوي.
د هغه په خبره چې د دغه ښوونځي زده کوونکي د درسي توکو او مسلکي ښوونکو له کموالي سره هم مخ دی او په خبره یې چې د شته ستونزو حل لپاره په تېر نظام کې له پوهنې ریاست د همکارۍ غوښتنه شوې وه، خو تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.
نوموړي وویل: «ما خپله په تېر نظام کې په ګونګیانو ښوونځي کې وظیفه درلوده، هلته یې هم ستونزې موجودې وې، په خراب تعمیر کې ورته درس ورکول کېده، نیم کتابونه یې درلودل او نیم به نه وو، چوکۍ یې نه درلودې او زما په فکر چې اوس هم نه چوکۍ لري او نه هم ورته یو منظم تعمیر جوړ شوی.»
په خوست ولایت کې د ګونګیانو د ښوونځي په اړه د طالب د مسوولینو په نظر اخیستلو بریالي نه شوو، خو د دغه ښوونځي یو ښوونکي هم ځینې ستونزې پر ځای وبللې، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د هغوی نظر هم له ځانه سره ولرو خو د ځینو ستونزو له امله یې په مستقیم ډول د نظر او نوم له خپرولو ډډه وکړه.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست اړوند د ځانګړو لېسو مسوول فخرالله بیا وايي، که څه هم کافي امکانات په لاس کې نه لري، خو د درس د لامعیاري کېدو لپاره یې د پام وړ هڅې کړې دي.
هغه د طالبانو اړوند یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دوی د ځینو اشاروي کتابونو څخه په استفادې د زده کړو بهیر پرمخ وړی او د دې لپاره د نورو امکاناتو په لټه کې دي.
ښاغلی فخرالله هم ځینې ستونزې مني او وايي، د لېسې لپاره ځانګړې ځمکه او ورته د تعمیر جوړېدل له مهمو اړتیاوو دي چې باید ورته رسېدنه وشي.
هغه وویل: «زمونږ ځینې اړتیاوې تر اوسه نه دي پوره شوې، اول باید ځانګړې ځمکه ورته ولرو تر څو یو تعمیر د ښوونځي لپاره جوړ شي، بل په ښوونځي کې باید مونږ سکرینونه فعال کړو تر څو له دې لارې دوی ته تدریس ترسره شي.»
په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې تر چتر لاندې د خاص تعلیماتو په نوم نه اورېدونکو چې کاڼه، ګوګیان او ړانده په کې شامل دي زده کړې کولی شي، خو تر اوسه ورته امکانات نه دي برابر شوي. یاده طبقه چې د نفوسو یوه برخه جوړوي، په افغانستان کې د زده کړو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې د ژوند له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي.