close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې یوه ځوانه نجلۍ د ورونو ترمنځ شخړه کې وژل شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو ورونو ترمنځ په کورنۍ شخړه کې یوه پیغله نجلۍ وژل شوې.

د سیمې یو اوسیدونکی سمیع الله وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ١٦ د چنګاښ) د جلال اباد ښار اړوند «عربانو ګولایي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، یاده نجلۍ ١٨ عمر درلود چې د خپلو دوو ورونو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې پر سر د «قیچي» په ګواز لومړی سخته ټپي شوې او بیا یې ورورسته د ژور ټپ له کبله روغتون کې ساه ورکړې ده.

بلخوا ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د وژل شوې نجلۍ دواړه ورونه له یادې پېښې وروسته له کوره نامعلوم ځای ته تښتیدلي چې دوی یې د نیولو په هڅه کې دي.

زابلي زیاته کړې، چې یاده نجلۍ د کورنۍ شخړې له امله وژل شوې ده.

ننګرهار کې په دې وروستیو کې د کورنیو د غړو ترمنځ دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې بې روزګاري، د سیواد کچې ټیټوالی، اقتصادي ستونزې او نور لاملونه بلل کېږي.