اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د طالبانو استخباراتو په لغمان کې د «کاوون غږ» په نامه یوه خصوصي راډیو تړلې ده.
یاد مرکز نن (یکشنبه، ۱۷ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په لغمان کې یاده راډیو له تېرو دوو لسیزو راهیسې فعالیت کوي او د طالبانو استخباراتو په دې دلیل تړلې چې ګوندې ودانۍ یې »دولتي ملکیت» دی.
یاد مرکز غوښتنه کړې، چې طالب چارواکي باید دې راډیو ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیت بیرته پېل کړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو نظر هم ولرو، خو بریالي نشوو.
د کاوون غږ راډیو دوه لسیزې کېږی د لغمان مرکز مهترلام ښار کې خپل فعالیت کوي.
طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر رسنۍ په یوه او بله بهانه تړلي او حتا خبریالان یې زنداني کړي دي.