اطلاعات روز: د بشرپالو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د صحي پاملرنو، سرپناه، خوراک، زده کړو او خونديتوب په څېر مهمې برنامې د بودجې د کمښت له وجې له خطر سره مخ دي.
دې دفتر نن (چهارشنبه، ۲۰ د چنګاښ) پر ايکس ليکلي: «که ونشو کولای چې کافي بودجه پر وخت را غونډه کړو، روان انساني کړکېچ به بدتر شي.»
اوچا وړاندې ويلي و چې له درې ميليارد غوښتل شوې بودجې څخه تر اوسه ۹۶۹ ميليون ډالر تر لاسه شوي چې ۲۲.۸ سلنه اړتيا وړ بودجه جوړوي.
د اوچا په وينا، د ۲۰۲۴ ميلادي کال پر مهال ۲۳.۷ ميليون تنه چې ۹.۲ ميليون يې ماشومان دې په افغانستان کې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.
دې بنسټ دې افرادو ته د رسيدګۍ لپاره د ۳.۰۶ ميليارد ډالريزې بودجې غوښتنه کړې.
د بودجې د کمښت له وجې په ځينو ولایتونو کې روغتيايي پاملرنې ځنډيدلې دي.
په تازه توګه د نړیوالو مرستو د قطع کېدو له وجې د بدخشان د ولادي او نسايي روغتون چارې دريدلې دي.
په نورو ليرې پرتو سيمو کې هم روغتيايي مرکزونه د بودجې د کمښت له وجې فعاليت نه کوي.