close

پټې وژنې؛ کندهار کې «نامعلوم کسانو» د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت د ښار په اوومه امنیتي حوزه کې «نامعلوم کسانو» د یوې کورنۍ دوې میرمنې او یو نارینه وژلي دي.

کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید وایي، دغه کسان تېره شپه (چهارشنبه، ۲۰ د چنګاښ) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د ښار اوومې حوزې اړوند «میرویس» سیمه کې په خپل کور کې وژل شوي دي.

جمشید د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاکه کړی، خو ویلي یې دي چې نامعلوم کسان د دغې کورنۍ کور ته اوښتي او دغلته یې دوه ښځې او یو نارینه وژلي دي.

د ده په وینا، چې یاده پېښه شخصي انګیزه لري او په دې تړاو یې پلټنې پېل کړي، ترڅو د پېښي عاملین ونیسي.

ورته مهال بیا ځایي سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې دغه کسان لومړی په چړو وهل شوي او وروسته یې ترې سرونه غوڅ کړي، خو د کندهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند د سرونو پرې کول ردوي.

تردې وړاندې هم کندهار کې ورته پېښې رامنځته شوي، خو د ډیری پیښو عاملین نه دي نیول شوي او خلک بیا د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د خلکو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.