close
Photo: Social media

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال غړي ګیله من وزير مړينې ته پراخ غبرګونونه

اطلاعات روز: په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) مشر منظور پښتین تېره شپه (۲۰ د چنګاښ) په اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال تاييد کړه چې د دې غورځنګ فعال غړي ګیله من وزير د وراوښتو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پښتین وايي، چې وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د ازاد خان داوړ په نامه د یو ځایي سیاستوال او له هغه سره مل ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی و، چې تر ژوبلېدو وروسته د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پېمز) روغتون کې بستر و.

منظور پښتین تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجه د پاکستان د پېمز روغتون مخې ته د پي ټي اېم غړو او پلویانو ته په وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه او ویې ویل «زموږ په خوږ ورور او زموږ د ملت په یو لوی اتل باندې کوزار دومره سخت شوی و، چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسیدلی و».

ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پښتین له نږدې ملګرو او د دغه غورځنګ د مرکزي شورا غړی و، چې اصلي نوم یې حضرت نعیم او د شمالي وزیرستان د «رزمک» اوسیدونکی و.

وزیر له پښتنو سره د میني او ملتپالې شاعرۍ له امله په افغانستان او خیبرپښتونخوا کې ډیر شهرت موندلی و او ډیر کله یې د پاکستان پر حکومت او امنیتي مسایلو تندې نیوکې کولې.

غبرګونونه

پر ګيله من وزير بريد په افغانستان او پاکستان کې د سياستوالو، لوبغاړو او نورو مشهورو څېرو غبرګونونه راوپارول، چې د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي يې په تړاو اندیښمن او د نوموړي د ژر روغتيا هيله يې ښودلې وه.

همدا راز د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او نورو د ګيله من وزير پر مړينې د تسليت څرګندونې کړې دي.

دغه راز د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم د ګيله من وزير پر مړينې خواشيني ښودلې او د هغه کورنۍ او ملګرو ته يې تسلیت ويلی دی. نوموړي زياته کړې چې په پاکستان کې هيڅکله هم د داسې مړينو څرک نه دی موندل شوی او دا وار هم استثنا نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې له اسلام اباده به د يوه کاروان په ملتیا د ګيله‌ من وزير جنازه په شمالي وزيرستان کې د هغه پلرني کلي اسدخيلو ته انتقالوي. هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې راووځي او د ګیله من جنازه په ډیر درناوي او پرتمینه ډول تر خپل کلي بدرګه کړي.