اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې «ناپېژانده وسلهوالو» یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سیمې اوسیدونکی غلام محمد وایي، چې دغه ځوان صفي الله نومیده او تېره ورځ (جمعه، ٢٢ د چنګاښ) سهار وختي د چپرهار ولسوالۍ اړوند «شولانې» سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې صفی الله هغه مهال د «ناپېژانده وسلهوالو» تر برید لاندې راغلی چې غوښتل یې له جومات څخه کور ته ستون شي.
هغه زیاتوي وسلهوال کسان له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند هم یاده پېښه تایید کړې او همدارزا یې زیاته کړې چې د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړي دي.
تر اوسه د یادې پېښې انګیزه معلومه نه ده او نه یې هم مسوولیت چا منلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې طالب مسوولین یې لامل تر ډېره شخصي دښمني او کورنی تاوتریخوالی بولي.