close
انځور: خواله رسنۍ

هلمند کې په خپلمنځي شخړه کې يو تن وژل شوی

اطلاعات روز: په هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوو وروڼو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو تن وژل شوی دی.

ځایي سرچیني وایي چې پیښه نن (جمعه، ۲۲ د چنګاښ) د مرکز لښکرګاه ښار «شهید غلطان» سيمه د کورني جنجال له وجي رامینځته شوې.

د پیښي عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل چې یادو وروڼو لومړی لفظي شخړه کړې او بیا د «محمد یوسف» په نوم يو ورور په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې د خپلمنځي شخړو له امله وخت ناوخته مرګژوبله را منځ ته کېږي. نن په ننګرهار کې هم د خپلمنځي شخړې له امله يو تن وژل شوی و.