اطلاعات روز: په کابل کې د چين سفير جاو شينګ د طالبانو د اقتصاد وزارت له سرپرست دين محمد حنيف سره په ليدنه کې ويلي چې هيواد يې راستنېدونکو کډوالو ته د رسيدګۍ لپاره له افغانستان سره ۱۰۰ ميليون يوان مرسته کوي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د اعلاميې پر اساس، د چين سفير پرون (شنبه، ۲۳ د چنګاښ) د دې وزارت له سرپرست سره ليدلي او د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګریزو همکاريو په اړه يې خبرې کړې دي.
دې وزارت زياته کړې چې افغانستان ته له راستنېدونکو سره د چين مرسته به د طالبانو په همغږۍ مصرفېږي.
چين پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له دې ډلې سره پراخ سياسي او اقتصادي تعامل لري.
دې هيواد تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بشري مرستې لېږلې دي.