اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه شخړه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۶ د چنګاښ) مازدیګر مهال د نرنګ ولسوالۍ اړوند «بر نرنګ» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، وژل شوی ځوان بلال نومېده او په اصل کې د نرنګ ولسوالۍ د باجګل سیمې اوسېدونکی و، چې اوسمهال یې د دغې ولسوالۍ په بر نرنګ سیمه کې ژوند کاوه.
سرچینې د نښتې د لامل او په پېښه کې د ښکېلو کورنیو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي او نه کونړ کې طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ په یکشنبې ورځ د ننګرهار په سره رود ولسوالې کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له امله یو ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی و.