په ارزګان ولايت کې له ښوونځيو څخه تازه فارغ شوي زده کوونکي چې سږ کال يې د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی د دغه ولایت د لوړو زده کړو په موسېسه کې د نويو پوهنځيو د زیاتیدو غوښتنه کوي.
دغه فارغ شوي زده کوونکي وايي، که د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسه کې نوي پوهنځي جوړ شي، اړ نه دي چې نورو ولایتونو ته د زده کړو لپاره ولاړ شي، ځکه په خبره یې چې دوی اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولای نورو ولایتونو کې به ښه ډول زده کړې وکړي.
رحيم الله چې د سږ کال په کانکور ازموينه کې یې ګډون کړی، وايي که ازموینه کې د بل ولایت پوهنتون ته بریالی شي، نو د اقتصادي ستونزو له کبله نه شی کولای خپلو زده کړو دوام ورکړي.
هغه وویل: «موږ د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوو چې زموږ په خپل ولايت کې باید په دولتي پوهنتون کې نوي پوهنځي راته زيات کړي ځکه ډير محصلين دومره وس نه لري چې د لوړو زده کړو ترسره کيدو لپاره نورو ولايتونو ته ولاړ شي او زده کړي وکړي، ما خپله سږ کال د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ که د ارزګان پرته کوم بل ولايت ته په ښو نمرو هم کامياب شم وس يې نه لرم چې ولاړ شم.»
د ارزګان يو شمير نور لوستي ځوانان هم ورته غوښتنې لري او وايي، که د دې ولایت د لوړو زده کړو موسېسې ته نوي پوهنځي ورکول شي، دوی به په لږ لګښت په خپل ولايت کې ښې زده کړې وکړي.
اميرالله چې تېر کال د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شوی، وايي چې د کورنيو او اقتصادي ستونزو له امله يې زده کړې يو کال پاتې شوي دي.
نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه ارزګان ته د پاملرنې غوښتنه کوي او زیاتوي، که سرپرست حکومت د دوی د ولایت په لوړو زده کړو موسېسه کې پوهنځي زیات کړي، دوی به په اسانۍ سره په خپل ولایت کې زده کړې وکړي.
هغه وویل: «زه تېر کال د کندهار د اقتصاد پوهنځي ته کامياب شوی يم زده کړو ته نه يمه ورغلی ځکه وس مې نه درلوده که زموږ په خپل ارزګان ولايت کې اقتصاد پوهنځی موجود وی ټول فارغ شوي کسانو به دلته زده کړې کولې. د دولت څخه مو غوښتنه ده چې دلته زموږ په ولايت کې بېلابېل پوهنځي جوړ کړي.»
دغه راز د رحيم الله په نوم یو بل محصل چې د تېرو دريو کلونو راهیسې د هلمند په وترنرۍ پوهنځي کې زده کړې کوي، وايي هغه محصلين چې د ارزګان اوسیدونکی وي او په نورو ولايتونو کې زده کړې کوي لګښتونه يې زيات او د کورنيو پر اوږ بار وي.
نوموړی زیاتوي، هغه محصلین چې د کور څخه لېرې په بل ولايت کې زده کړې کوي، میاشتنی لګښت یې لږ تر لږه ۷۰۰۰ افغانۍ دی چې د ډیر شمیر کورنیو د دومره لګښتونو پوره کول تر وس پورته دي.
دغه محصل په خپلو خبرو کې وویل: «يو محصل چې بل ولايت ته د زده کړو ترسره کيدو لپاره ولاړ شي، که په دولتي پوهنتون کې هم وي ۷۰۰۰ افغانۍ لګښت ورباندې حتمن راځي ډيری کورنۍ نه شي کولای چې هره مياشت ۷۰۰۰ افغانۍ د خپل کورنۍ د ياد غړي لپاره برابرې کړي زه خپله يو محصل يم او دومره لګښت چې اوس يې زه کوم پر ما بوج دی.»
ورته مهال د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې لپاره د طالبانو رییس مولوي رحمت الله رحماني بیا ژمنه کوي، چې د دې ولایت د لوړو زده کړو په موسېسه کې یې د پوهنځیو زیاتیدو په موخه هڅې روانې کړي او هېله لري چې نږدې راتلونکي کې یو شمیر پوهنځي او څانګې په یاده موسېسه کې ور زیاتې شي.
نوموړی وویل: «په دې موسېسه کې د اقتصاد پوهنځی او د عامه ادارې پوهنځی ور زیاتیږي ان شاالله ډيره اميد لرو چې تاييد شي او ترڅنګ يې دوې څانګې د کرنې په برخه کې راځي.»
د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسه د کندهار پوهنتون پورې تړلې او د فعالیت یې نږدې ۱۲ کاله کېږي، چې دا مهال یې په څلورو پوهنځیو کې ۱۲ ډیپارټمنټونه فعال او ۱۳۰۰ محصلین په کې زده کړې کوي.