close

د کابل-جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ د درې غړو ژوند واخیست

اطلاعات روز: ځایي سرچېنې خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دي.

یو عیني شاهد خیبر وویل، چې دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۶ د چنګاښ) مازدیګر ۴:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لار«ماهیپر» سیمه کې د یوې کرولا او ټیلر موټر د تکر له امله رامنځته شوې.

هغه زیاتوي، په دې پیښه کې د دوو ښځو په ګډون درې تنه مړه او دوه ټپيان دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي او له جلال اباد څخه کابل ته روان وو.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې هم د یادې پېښې یوه ویډیو خپره شوې چې په کې لیدل کېږي کرولا د ټیلر موټر لاندې کړې او خلک یې د مړو او ټپیانو د راویستلو په هڅه کې دي.

د کابل-جلال اباد لویه لار ډیره کله د دا ډول ترافیکي پېښو شاهده وي.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی او دغه راز د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.