close

هلمند کې د ولادت پر مهال د میندو مړینه زیاته شوې

هلمند د افغانستان له لویو ولایتونو څخه دی چې ۱۴ ولسوالۍ او ۱.۵ میلیونه نفوس لري، د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې خلک لاهم روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د ډیری سیمو په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتون له کبله ولادتونه په دودیزه بڼه ترسره کېږي او میندې د ولادت پر مهال مړې کېږي.

په دغه ولایت کې روغتیایي کارکوونکي وایي، سره له دې چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲۰ روغتیایي مرکزونه شته دي، خو د روغتیایي کارکوونکو د کمښت او د ملاتړو موسېساتو د فعالیتونو د بندیدو له کبله په کې دا مهال د اړینو خدماتو څرک نه لګېږي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو کمښت او په دې وروستیو کې د یو شمیر روغتیايي موسېساتو د فعالیتونو دریدل هغه لاملونه دي چې د ولادت پر مهال یې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه زیاته کړې.

نوزاد، خانشین، موسی قلعه، کجکي، دېشو، بغني، او ځینې نورې د هلمند هغه لېرې پرتې ولسوالۍ دي، چې روغتیايي مرکزونه په کې کم او یا هم پر وخت د خلکو لاسرسی ورته ستونزمن دی.

د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې ښځینه روغتیاپالانې په نشت حساب دي او ولادتونه په کې په معیاري ډول نه ترسره کېږي، چې له امله یې زیات شمیر میندې د ولادت پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی د متخصصو ډاکټرانو، نرسانو او باتجربه قابلو د نشتون څخه شکایت کوي او وایي، د ولسوالۍ په مرکزي کلینیک کې یوازې یوه قابله ده چې د ډاکترې کار هم پرمخ وړي.

هغه وویل: «د نوزاد په مرکزي کلینیک کې یوازې یوه قابله ده، خو مریضان د ورځې تر پنځوس زیات دي، چې تداوي یې نشي کولای، دا قابله د ډاکترې کار هم کوي د نرسې کار هم کوي، اکثره وخت د ولادت پر مهال ښځې ورڅخه مړې شوې وي، په دې خاطر اوس ډیر ناروغان د دې ځای څخه لښکرګاه ته د دوا لپاره، خو دا چې لاره ډیره او خرابه ده، نو ډیرې یې پر لاره مړې کیږي.»

د نوزاد ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې د ناروغانو وضعیت

همدارنګه د خانشین او دېشو اوسېدونکي هم د ټیټ معیار روغتیایي خدمتونو څخه شکایت کوي او وایي، چې په دې ولسوالیو کې د میندو د مړیني کچه زیاته شوې.

د خاشین د بلوڅانو د کلي ملک حاجي میرزا خان وایي، د تېرو څو میاشتو په جریان کې د دوۍ په کلي کې څلور ښځې په کلینیک کې د ولادت پر مهال مړې شوي چې د دریو تنو یې ماشومان هم مړه شوي. د دې ترڅنګ دوې میرمنې بیا په کورونو کې په دودیز شکل د ولادت کولو له کبله مړې شوي دي.

نوموړی د روغتیايي خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي او وايي، که کلینیکونو کې خدمات په ښه ډول ترسره کېدلی، نو د مور او ماشوم د مړینې کچه به دومره زیاته نه وای.

هغه وویل: «تېر کال زموږ په کلینیک کې څلور ډاکترانې وې، خو سږ کال یوازې دوې تنې دي چې یوه یې بیخي تجربه نه لري او د ناروغ علاج نه شي کولای، دغه وجه ده چې دلته د میندو د مړينې کچه زیاته شوې.»

بلخوا هلمند ولایت کې کلتوري ستونزې هم له هغو لاملونو څخه دي، چې د ولادت پر مهال یې د مېندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکی سیدولي اخند وایي، د کلي په روغتیایي مرکز کې یې د ښځینه ډاکټرې نشتون له کبله ډیری میندې په کورونو کې ولادت کوي، ځکه چې نارینه ډاکټر ته تګ خلک «شرم» ګڼي او له همدې کبله میندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل: «ځینې خلک د شرم له وجې نه بيایي، دلته ډیر داسې خلک اوسیږي چې ښځه کلینیک ته بيایي شرم یې بولي، ملامت هم نه دي، په ډیرو کلینیکونو کې ښځینه ډاکتره نشته، اکثره یې په کور کې ولادت کوي چې زموږ په کلي کې دغه میاشت دوې ښځي د ولادت پر مهال مړې شوي.»

دغه راز د عبیدالله په نوم د مارجې اوسیدونکی چې یوه میاشت مخکې یې میرمن پر ماشوم مړه شوې، وایي د کلي په روغتیایي کلینیک کې د ښځينه ډاکټرې نشتون اړ کړ چې خپله ښځه په زرنج موټرسایکل کې تر لښکرګاه ښار ورسوي، خو په خبره یې چې میرمن یې د لارې خرابوالي له امله روغتون ته تر رسیدو وړاندې مړه شوې وه.

نوموړي وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې په نامه کلینیک دی، کله ښځينه ډاکټره وي کله نه وي، ټول نارینه ډاکټران دي هغه هم چې مریض ورسی دوا نه ورکوي، زما خپله میرمن چې د دردونو څخه په عذاب وه د ډاکترانو د نه موجودیت له وجې مې ښار ته بیوله چې لاره خرابه وه، هوا ګرمه وه، چې تر ښاره رسیدو، مریض مو ساه ورکړې وه.»

د هلمند په بُست روغتون کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او ټولو ته پر وخت اړین روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي

په دغه ولایت کې د بُست ولایتي روغتون یو تن ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ورستیو کې د ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د ټیټ معیار خدماتو له کبله پر دې روغتون د ناروغانو شمیر زیات شوی، چې له کبله یې نه شي کولای ټولو ناروغانو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «په ولسوالۍ کې د کلینیکونو خدمات صفر دي، د هري ولسوالۍ څخه پر موږ مریضان را مات دي یوازې سږ کال موږ تر ۲۶۰۰۰ زیات ولادتونه کړي، ۳۰۷۴۴۷ مو عاجل ناروغان درلودل، په ټول هلمند کې دغه یو روغتون دی، د ولسوالیو څخه ډیر ولادتونه دلته موږ ته راځي چې زموږ د راپور په اساس همدا سږ کال تر ۴۰ ډیرې ښځینه ولادي ناروغانې پر لار مړې شوي، چې تیر کال او نور کلونه دا شمیره ډیره ټیټه وه،  که د ولسوالیو کلینیکونو ته متخصصي ډاکټراني او قابلې ونه لیږدول شي دا به لویه فاجعه رامنځته کړي.»

په هلمند کې (ام اس اف) ادارې بیا په خپل کلني راپور کې ویلي، چې تېر کال دوی په هلمند کې ۱۸ زره او ۷۰۰ ولادي ناروغان درلول، چې سږ کال د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو تړل کیدو سره دا شمیر د ۱۵ سلنه په زیاتوالي ۲۶ زرو ته رسیدلی او د میندو په مړینه کې هم ۲.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغې موسېسې د تېر کال د مړینې شمیرې نه دي په ډاګه کړي.

په هلمند کې په دې ورستیو کې یو شمیر روغتیایي موسېساتو خپل فعالیتونو د طالبانو د مداخلې له کبله درولي چې په زیات شمیر روغتیایي مرکزونو کې دا مهال کارکوونکي نشته او خلک له خدماتو بې برخې دي.

هلمند کې د  روغتیا برخې سره د یوې همکاره موسېسې غړي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې هلمند کې د طالبانو له لوري د روغتیايي موسېسو څخه باج اخیستلو او په زور د خپلو کسانو ګمارل د دې سبب شول، چې موسېساتو خپل فعالیتونه کم یا بند کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «طالبان د موسېساتو په کارونو کې پراخه مداخله کوي، څو میاشتو څخه کېږي چې په هلمند کې د OHPM موسېسې چې په هلمند کې ۱۲۰ روغتیايي مرکزونو د صحت پروژه مخته وړي د خپلو کسانو ګمارنې او د کارکوونکو د معاشاتو پر سر جنجال روان کړی، چې له همدې وجې نوموړې موسېسې خپل فعالیتونه درولي او تر ۲۰۰۰ ډیر کسان ورسره بې کاره شوي، چې دا به نور هم صحي ستونزې زیاتې کړي.»

تر دې وړاندې هلمند کې د (CHA، ICRC، IRC) Dutch) په نومونو موسېساتو په روغتیایي او تعلیمي برخو کې فعالیتونه کول، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله یې خپل فعالیتونه بند کړي او د زیاتو کسانو بې کاره کیدو ترڅنګ دا مهال خلک په یادو برخو کې د خدماتو له سخت کموالي سره مخ دي.