اطلاعات روز: ننګرهار کې محلي سرچینې وایې چې د دې ولایت کامې ولسوالۍ ته څیرمه کونړ سیند کې یو ډاکټر د لامبو پر مهال اوبو ډوب او وړی دی.
د سیمې اوسیدونکی نظر محمد وایي، دا کس ډاکټر پردیس نومیده چې تېره ورځ (پنجشنبه،٢٨د چنګاښ) یوولس بجې هغه مهال اوبو ډوب کړی چې کله يې د کامې ولسوالۍ اړوند «کامې سربند» سیمه کې کونړ سیند ته له نورو ملګرو سره یو ځای د چکر او لامبو وهلو لپاره تللی و.
نوموړی زیاتوي د ډوب شوي ځوان جسد تر اوسه تری تم دی خو کورنۍ او خپلوانو یې د موندلو هڅې جاري ساتلې دي.
د یاد کس د جسد د پیدا کیدو په برخه کې پر ټولنیزو رسنیو هم د مرستې او خواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي.
د ننګرهار کامې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند ته د هوا په ګرمیدو سره د مختلفو سیمو ځوانان او سیلانیان د لامبو په موخه راځي او یو شمېر يې د بې احتیاطۍ او لامبو د نه زده کړې له وجې د سیند اوبو کې ډوبېږي.
که څه هم طالبانو د دې ولایت په کانال نهر، بهسودو او کونړ سیندونو کې پر لامبو بندیز لګولی خو له دې سره-سره بیا هم خلک سیندونو ته د لامبو په موخه ځي.