اطلاعات روز: د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند وېش بازار منډیانو کې د اور لګېدنې له امله د سوداګرو په وينا ټولټال ۳۵ میلیونه افغانۍ مالي زيان اوښتی دی.
سپین بولدک ګې ځایي سوداګر حاجي محمد ویلي، د نننۍ اور لګېدنې پر مهال ورته شاوخوا ۴۵ لکه افغانۍ مالي زیان اوښتی. هغه ویلي، له دې سره-سره د موټرو د پرزه پلورونکو شاوخوا ۱۱۰ دوکانونه سوځېدلي دي.
د حاجي محمد په وینا: «دلته د بېټریو دوکان کې اور لګېدلی وو وروسته زموږ دوکانو ته را ورسېدی زما دوکان د کاکړانو په منډۍ کې و او مکمل وسوځېدی، دغسي داسې سل نور دوکانونه یوازي دلته وسوځېدل، ټوله سرمایه مو ختمه شوه.»
همداراز سپین بولدک کې یوه بل سوداګر احمد ضیا ویلي چې په نننۍ اورلګېدني کې د موټرونو د پرزو د پیر او پلور، ټیپونو او بېټریو په منډیانو کې او لګېدنې لسګونه دوکانونه سوځولي. د ده په وينا، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اطفایې په برخه کې د کافي امکاناتو نشت د زیات شمېر سوداګرو د مالي زیان سبب شوی.
کندهار سپین بولدک کې د اطفایې مدیریت مسولینو ویلي، نن (جمعه، ۲۹ د چنګاښ) سهار شاخوا ۱۱ بجو اور لګېدلی او تر غرمې وروسته شاوخوا ۴ بحې يې مهار کړی.
ددوی په وینا چې د اورلګېدنې لپاره یې د کندهار ښار، کندهار هوایي ډګر او قول اردو له امکاناتو کار اخيستی تر څو اور مهار کړي او سوداګرو ته د زیاتو مالي زیانو د اوښتو مخه ونیسي.