close

د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمیسيون د افغان ښځو د وضعيت په اړه غونډه کوي

اطلاعات روز: د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کميسيون پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيم کال په درشل کې د دې هيواد د ښځو د حقونو په اړه استماعیه غونډه کوي.

دې کمیسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا غونډه د راتلونکې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ (۳۰ جولای – ۹ د زمري) د افغانستان لپاره د ښځو په چارو او بشري حقونو کې د امریکا د ځانګړې استازې رينا اميري، د افغانستان د يوې معترضې ښځې وحیدې اميري، د ښځو د حقونو د فعالې میترا مهران او د بشر حقونو د څار د ښځو د چارو د مرستيالې هيدر بار په ګډون جوړېږي.

د دې کمیسيون په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوال به په دې استماعیه غونډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو اوسنی وضعيت تشرېح کړي او د کانګرس د اقدام لپاره به سپارښتنې وکړي.

دې کمیسيون ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په پام وړ توګه بد شوی دی.

د دې کمیسيون په اعلاميه کې ويل شوي: «د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز په ګډون د طالبانو له لوري سختو او غير انساني زیاتېدونکو محدودیتونو د افغانستان په عمومي ژوند کې د هغوی د ګډون وړتیا سخته کمه کړې او د هغوی پر خصوصي ژوند يې کنټرول سخت کړی دی.»

د امريکا د کانګرس د بشري حقونو کمیسيون ويلي، چې د ملګرو ملتونو ادارو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بشري حقونو ډېری سازمانونو د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه او د اقتصادي او بشرپالي کړکېچ د ژوروالي په ګډون يې د هغو پايلې مستندې کړې دي.

دې کمیسيون ويلي، چې د افغانستان د ښځو د وضعيت په اړه په استماعیه غونډه کې به ګڼ اړخونه ګډون کوي. د کمیسيون په وينا د کانګرس غړي شخصا ګډون په کې کوي او شاهدان کولای شي په غونډه کې ونډه واخلي او يا هم په پرليکه ګډون وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی يې د کار او زده کړو له حق څخه بې برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان او د بشري حقونو بنسټونه دا محدودیتونه «د بشریت پر خلاف جنایت» بولي او وايي، چې شونې ده «جنسیتي اپارتایډ» وګڼل شي.