close

ننګرهار کې دوه ځوانان څاه ته د لویدو په پېښه کې مړه شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه ځوانان چې ورونه وو څاه ته د لویدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې اوسیدونکی نورالرحمن وایي، چې دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۴ د زمري) د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ اړوند «۲۷مې ویالې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره په یاده سیمه کې دوه ورونه چې عمرونه یې د ۱۸او ۲۱ کلونو ترمنځ وو، یوې سر لوڅې څاه ته لویدلي او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې مړه شوي دواړه ځوانان د قران کریم حافظان وو.

زابلی زیاتوي: «د شینوارو ولسوالۍ په ۲۷مې ويالې سيمه کې يو تن په څاه کی کار کولو چي د کار په جريان کې په څاه کې اوبه راوتلې وې د پاسه يي بل ورور د خوشحالۍ څخه ورور ته ویلي و، چې زه هم درکوزیږم د پاس ورور یې چي ځان په رسۍ تړلي و د لږ اندازه کوزیدو وروسته رسۍ شکېدلې ده او ولیدلي دي بل دریم ورور یې چي ورکوز شوی کوهي ته چې ګوري دواړه ورونه يي مړه شوي دي.»

په دې وروستیو کې د هیواد له سویلي ولایتونو سربیره ختیځو ولایتونو کې هم سر لوڅو څاګانو ته د ماشومانو لویدو پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیر د کورنیو نه پاملرنه بلل شوې.