close

طالبانو په خاص ارزګان کې د شش‌پر سيمې تر ۵۰ زیات اوسېدونکي نيولي

اطلاعات روز: په خاص ارزګان کې سرچينې وايي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ په شش‌پر هزاره مېشتې سيمه کې تر ۵۰ زيات اوسېدونکي د يوه هزاره روحاني د قتل په قضيه کې نيولي دي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو تېره ورځ د شش‌پر ۵۵ اوسېدونکي ولسوالۍ ته غوښتي وو چې له هغو يې ۲۵ نیولي او نور يې ازاد کړي دي.

سرچينه وايي، چې نن (پنج شنبه، ۴ د زمري) هم طالبانو د دې سيمې اوسېدونکي احضار کړي، خلکو وکولای شول چې ۳۸ تنه راغونډ کړي او ولسوالي ته ولاړ شي. د سرچينې په وينا، دا افراد هم نيول شوي دي.

سرچينه زیاتوي، چې طالبانو په داسې حال کې د دې هزاره مېشتې سيمې اوسېدونکي د هزاره روحاني رستم رحيمي د وژنې په تړاو نيولي چې د مقتول د ښځې په وينا، قاتلین پښتانه وو.

رستم رحيمي د تېرې شنبې په ورځ (۳۰ د چنګاښ) د دوو کسانو له لوري ووژل شو او وړاندې ځايي سرچينو ويلي وو چې دې کسانو د طالبانو نظامي يونیفورم اغوستی و.

سرچينه وايي، چې قاتلینو رحيمي د تعویذ اخيستلو لپاره مسجد ته بوولی و.

دا سرچينه وايي، چې د رحيمي ميرمن لومړی کس و چې مسجد ته تللې او قاتلین يې ليدلي دي.

د سرچينې په وينا، قاتلین د شش‌پر هزاره مېشتي سیمې نه وو او د رحيمي د ميرمنې په وينا، پښتانه وو.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د رستم رحيمي پر زوی فشار راوړی چې ووايي، د پلار قاتل يې څوک دی. د سرچينې په وينا، د رحيمي زوی د وېرې او جبر له امله د روح الله په نوم کس تورن کړی دی.

سرچينه وايي، چې ټاکل شوې د سيمې د خلکو په غوښتنه د رحيمي زوی، مېرمن او خپلوان محکمې ته ولاړ شي او ووايي چې دوی اړ شوي، تر څو روح الله تورن کړي.

سرچينه زياتوي، چې طالبان هڅه کوي په شش‌پر کې د هزاره ګانو ځنځيري وژنې د «قوم دنننی» تضاد وښيي.

سرچينې په دوام سره وایي، چې تېر کال هم طالبانو هزاره ګان په وژنو کې تورن کړي وو، خو له کابله د طالبانو د راغلي پلاوي او ملګرو ملتونو په پلټنو کې جوته شوه چې هزاره ګان په وژنو کې لاس نه لري.

پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو راهيسې د خاص ارزګان ولسوالۍ له هزاره مېشتې سيمې څخه څو ځله د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې په دې موده کې د دې ولسوالۍ لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او تر اوسه طالبانو د دې وژنو هيڅ عامل نه دی معلوم کړی او نه يې هم څوک نيولي دي.

د دې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو اوسېدونکو بيا – بيا راپور ورکړی چې د پښتنو له لوري يې ونې پرې شوي، درمندونه يې سوځېدلي او نورو مالونو ته يې زيان اوښتی دی.