په بادغیس کې سرچینې وايي چې د دې ولایت په «تګاب عالم» ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی وژل شوی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچینې د طالبانو د دې غړي نوم «ملا اسراییل» ښوولی دی او ويلي يې دې چې نوموړی نن (یکشنبه، ۷ د زمري) تر غرمې وړاندې شاوخوا نهه بجې تګاب عالم پل ته نژدې د کلاشنکوف په ډزو وژل شوی دی.
د دې سرچینې په وينا، ملا اسراییل د بادغیس په تګاب عالم ولسوالۍ کې د طالبانو د ښوونې او روزنې مسوول و. یوې بلې سرچینې هم د دې کس وژل کېدل تاييد کړي دي، خو د ده د مسوولیت په اړه يې څه نه دې ويلي.
د سرچینو له مخې، طالبانو د دې وژنې په تور يو تن نيولی دی.
تر اوسه د نوموړي د وژنې انګېزه نه ده معلومه او په بادغیس کې هم د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه څه نه دې ويلي.
همدا راز، په فارياب کې ځایي سرچينې وايي چې د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو د سیمې د کنټرول آمر «ملا محمد علي» د «نامعلومو وسلوالو» له لوري وژل شوی دی.
د سرچینو په وينا، دا پېښه نن د المار ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.
سرچینې وايي چې وسلوالو کسانو د طالبانو پر دې غړي ډزې کړي او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
په فاریاب کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
پرون هم د بادغیس په دره بوم ولسوالۍ کې یو ديني عالم وژل شوی و.
همدا راز، د تېرو څو ساعتونو پر مهال په بامیانو او غزني کې هم د دوو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.