close
Photo: Frederic Kern/Geisler-Fotopress/picture alliance

د جرمني د کورنیو چارو وزیره: سوریې او افغانستان ته د مجرمو کډوالو د ستنولو لپاره پټې خبرې روانې دي

اطلاعات روز: د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ويلي چې افغانستان او سوریې ته د مجرمو کډوالو د ایستلو لپاره د دې هیواد او ګڼو نورو هیوادونو پټې خبرې دوام لري.

د دویچه‌وله رسنۍ له راپور سره سم، اغلې فایزر نن (یکشنبه، ۷ د زمري) «بیلد ام زونتاگ» ورځپاڼې ته ويلي: «موږ په محرمانه توګه له بېلابېلو دولتونو سره خبرې کوو تر څو افغانستان او سوریې ته شړل يو ځل بيا ممکن کړو.»

دې زیاته کړې چې دا هیواد غواړي د «تاوتریخجن اسلام عاملین» په دوامداره توګه وباسي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ويلي چې دوی هڅه کوي تر څو افغانستان او سوریې ته د مجرمو کډوالو د ستنولو چاره د دې هیوادونو د ګاونډیانو په وسیله ممکنه کړي.

نانسي فایزر تر دې وړاندې هم ويلي و چې جرمني له بېلابېلو هیوادونو سره خبرې کوي تر څو مجرم کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر تر هغه وروسته مطرح شوی دی چې د می میاشتې په وروستیو کې د افغانستان یوه کډوال د دې هیواد په «مانهایم» ښار کې پر يوه غونډه برید وکړ او د يوه پولیس په ګډون يې شپږ تنه ژوبل کړل. دا پولیس وروسته په روغتون کې ومړ.

تر دې بريد وروسته د جرمني لومړي وزير اعلان وکړ چې «جنایتکاران» او «کوم کسان چې ترهګري تاييدوي» شړل کېږي.

په دې وروستیو ورځو کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک پر دې پرېکړه نيوکې کړې دي او ويلي يې دې چې د افغانستان په څېر هیوادونو ته د مجرمو کډوالو شړل «عملي» نه دي.

دې ويلي چې فکر کوم چې د بې اطمينانۍ په داسې ځانګړي وخت کې زموږ د امنيت په ګټه دا نه دي چې د يو داسې څه وعده ورکړو چې وروسته يې په عملي کولو نه پوهېږو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ويلي چې «اسلامپالی ترهګر رژيم» به د شړل شویو کډوالو د منلو لپاره خپل شرایط وضع کړي.