close

په ننګرهار او هرات کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او هرات کې د دوو ترافيکي پېښو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي او څلور نور ژوبل دي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي چې نن (دوشنبه، ۸ د زمري) د غرمې دوولس بجې شاوخوا د مرکز جلال اباد ښار اړوند د شپږمې ناحیې په «رینګ روډ» سیمه کې دوو «ټیلر» موټرو له یوه «مازدا» ډوله موټر سره ټکر کړی دی او له امله يې څلور کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

طالبانو ويلي چې ژوبل کسان روغتون ته لیږدول شوي خو ډاکټرانو د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

همدا راز، له هرات څخه سرچینې وايي چې تېره شپه (یکشنبه، ۷ د زمري) د هرات – ادرسکن پر لار ترافيکي پېښه شوې چې له امله يې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اته غړي مړه شوي دي.

د سرچینو په وينا، یوه «سویفټ» ډوله موټر چې د يوې کورنۍ غړي پکې وو د شینډنډ په دوه لارې کې له یوه بار وړونکي «خاور» موټر سره ټکر کړی دی.

سرچینې زياتوي چې په دې پېښه کې په سویفټ موټر کې سپاره اته واړه کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو.

سرچینو ويلي چې د دې کورنۍ موټر له هرات ښار څخه شینډنډ ولسوالۍ ته روان و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې علت یې تر ډیره د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او د ترافیکي قوانیونو نه مراعاتول بلل کېږي.