اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي علومو پخوانی امر او د عامې روغتیا ریاست اړوند د World موسسې رییس عبدالله عزیزي چې څو میاشتې وړاندې اداري فساد کې د لاس لرلو په تور د دې ولایت د استخباراتو له لوري نیول شوی و او په محبس کې بندي و اوسمهال له محبس څخه په ضمانت تر خوشې کیدو وروسته بیرته خپلې دندې ته ستون شوی دی.
یو شمېر سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې ډاکټر عبدالله عزیزي د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د پخواني رییس محمد رحیم قلندري سره په مالي فساد کې د لاس لرلو او دغه راز پر یوه وخت د دوو دندو د ترسره کولو په تور استخباراتو نیولی و چې نیږدې دوه نیمې میاشتې په محبس کې بندي و.
د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ نوموړی د لوی اختر په ورځو کې د ننګرهار له محبس څخه په ضمانت خوشې شوی او بیرته خپلې دندې ته ستون شوی او له دندې سره-سره خپله قضیه هم مخې ته وړي.
سرچینه زیاتوي، عزیزي چې کوم مهال نیول شوی و، هغه وخت د World موسسې چې د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې صحي خدمات وړاندې کوي رییس و او همدا راز يې د روغتیایي علومو د انسټیټوټ د امر په توګه دنده ترسره کوله.
څو سرچینو مونږ ته تایید کړې چې نوموړی د طالبانو پخوانی ملاتړی او په خاص ډول د ننګرهار د استخباراتو ریاست لپاره د طالبانو د پخواني رییس ډاکټر بشیر نژدې کس دی.
د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ ډاکټر عبدالله عزیز د طالبانو له راتګ سره سم د عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیایي علومو انسټیټوټ امر او وروسته يې د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د مالوماتو له مخې ډاکټر عبدالله عزیز په اصل د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «چهاردي» سیمې اوسیدونکی دی چیرته چې پخوا طالبانو د تیر جمهوري حکومت پر ضد پراخ فعالیتونه درلودل.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست او دغه راز د World موسسې د مسوولینو نظر هم ولرو، خو دوی زموږ اړیکه ځواب نه کړه.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د اداري فساد مخه يې نيولې ده، مګر داسې ښکاري چې د طالبانو په ادارو کې نه يوازې پراخ فساد موجود دی بلکې په دې تړاو د طالبانو غبرګون هم پڅ دی او اطلاعات روز تر دې وړاندې هم داسې معلومات تر لاسه کړي او خپاره کړي وو چې ځیني طالب چارواکي په محکمو کې د زندان او فساد له دوسیو سره-سره خپلې دندې مخته وړي او په ډېرو قضیو کې د لوړپوړو طالب چارواکو په مداخلې او ملاتړ سره برأت تر لاسه کوي.