close

مک کال: د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته د داعشیانو بانديني عملیات زیات شوي دي

اطلاعات روز: د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایک مک کال ويلي چې د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط سره د داعش په زرګونو غړي له باګرام څخه ازاد شوي دي او په پایله کې يې د دې ډلې بانديني عملیات زیات شوي.

د ده په وینا، اوس مهال «ترهګر» د بایډن د پرانیستې پولې له سیاست څخه استفاده کوي او د مکزیک له لارې متحده ايالاتو ته راځي.

مک کال په ټلویزوني خبرو کې ويلي چې اوس مهال داعش په امریکا کې حضور لري.

د ده په وينا، د امریکا فیډرال پولیسو (ایف بي آی) اته تنه نيولي دي، «خو پوښتنه داده چې څومره نور کسان دلته دي».

طالبانو د ۲۰۲۱ کال پر مهال د افغانستان له نیولو سره سم ټول زندانیان خوشي کړل. د باګرام او پلچرخي په ګډون په یو شمېر زندانونو کې د داعش ډلې غړي بندیان وو. اوس مهال طالبان ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې نشته.