اطلاعات روز: سپاه پاسداران اعلان کړی دی چې د حماس د سياسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په ایران کې وژل شوي دي.
ایرنا خبري اژانس د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو په وينا ليکلي: «نن (چهارشنبه) په تهران کې د حماس د اسلامي مقاومت د سياسي دفتر د رییس ښاغلي دکتور اسماعیل هنیه پر مېشتځای ډزې وشوې چې له کبله يې نوموړی په خپله او د ده یو ساتونکی شهیدان شول.»
د ایران سپاه پاسداران ويلي چې د دې پېښې علت او نور اړخونه څېړي او پايلې به يې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.
حماس هم د اسماعيل هنیه وژل کېدل تاييد کړي دي.
د رویټرز په وینا، حماس په خپله اعلامیه کې ويلي چې هنیه «په تهران کې د صهیونیستانو په يوه خیانتګر برید کې وژل شوی دی».
اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و.