اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر وايي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل له لومړۍ بیا د جون میاشتې تر ۳۰ پورې يې د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د خپلسرو نیونو لږ تر لږه ۶۰ پېښې مستندې کړې دي.
د یوناما د بشري حقونو په نوي خپاره شوي راپور کې چې نن (سېشنبه، ۹ د زمري) خپور شوی، راغلي چې همدا راز په دې موده کې یې د شکنجې، بد چلند او لفظي ګواښ ۱۰ پېښې او د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د وژنې پنځه پېښې مستندې کړې دي.
یوناما ويلي چې په وژنو کې څلور پېښې د «نامعلومو کسانو» له لوري او يوه پېښه د طالب چارواکو له لوري ترسره شوې ده.
د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د نیونې خپلسرې لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته «عمومي بښنه» اعلان کړې او د دې فرمان د نقض په اړه يې په ځلونو راپورنه رد کړي او هغه ته پر ژمنتیا يې ټينګار کړی دی.
د یوناما د بشري حقونو برخې په خپل تازه راپور کې ويلي چې کوم کسان افغانستان ته شړل کېږي، د هغو په وړاندې يې هم د «داسې تخلفاتو» راپورونه تر لاسه کړي چې د هغو کسانو لپاره «د شکنجې او بد چلند دوامدار خطر» ښيي چې افغانستان ته شړل کېږي.
همدا راز په دې راپور کې ويل شوي چې د ښځو او نجونو په وړاندې بندیزونه، د افرادو علني مجازات، پر شیعه ګانو د داعش بریدونه او د طالبانو له لوري پر رسنیو بندیز دوام لري.
د بشري حقونو څانګې په دې راپور کې په بدخشان کې د تاریاکو پر کښت له ځايي اوسېدونکو سره د طالب ځواکونو په شخړه اوښتل هم ارزولي دي.
له دې راپور سره سم، د بدخشان په درایم، ارګو او خاش ولسوالیو کې د تاریاکو د کښت د ویجاړولو په موخه پر معترضینو د طالبانو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چې د دې شخړو په اړه یوناما ته کوم راپورونه ورکړي، په ټولو کې يې ويلي چې د سیمې اوسېدونکو لومړی د دې ډلې پر پولیسو برید کړی او د دوی پولیسو د ځان خوندیتوب په موخه «هوايي ډزې» کړې دي چې له امله يې لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روان لمریز کال پر مهال د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د طالبانو پر خلاف پراخ لاریونونه وشول.
دا لاریونونه تر هغه وروسته راوپارېدل چې طالب ځواکونه د تاریاکو د کښتونو د ویجاړولو پر سر د سیمې له خلګو سره ونښتل او پر هغوی يې ډزې وکړې چې له کبله يې يو شمېر کسان مړه او ژوبل شول.
لاریونوالو د طالبانو له بد چلند او د هغوی کورونو ته له ورننوتلو شکایت کاوه او له بدخشان څخه يې د «پښتنو» طالبانو ایستل غوښتل.
تر دې لاریونونو وروسته طالبانو د خپل پوځ د لوی درستیز فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته ولېږه او اعلان يې وکړ چې له لاریونوالو سره «هوکړه» شوې او د هغوی ستونزې حل شوې دي.