اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د واده موټر اوبو ته لویدلی چې په کې شپږ تنه مړه او یو کس نادرکه دی.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې پیښه تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د زمري) د سنګین ولسوالۍ اړوند ساروان کلا ته څیرمه «جوغلونډک» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د واده موټر د بغرا ویالې ته لویدلی چې په کې ناست ۶ تنه مړه شوي او یو کس لاهم نادرکه دی.
تر اوسه د مړه شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي او نه د دې پیښې لامل په ډاګه شوی دی.
ځایي طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سړکونو خرابوالی، بې احتیاطي او په ودونو کې ډیر موټر او بې نظمي د داسې پیښو اصلي لامل بلل کېږي.