اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو ځايي پولیس وايي چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شل کلن ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
د طالبانو د پولیسو په وینا، د «حکمت الله» په نوم دې ځوان پرون (سېشنبه، ۹ د زمري) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «ښایسته چوک» سیمه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
ځایي پولیس وایي چې حکمت الله د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د «سنګسار» کلي اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسي له خپلي خور سره په سپین بولدک کې په کور کې اوسېده.
پولیسو ویلي، حکومت الله له ډیرې مودې راهیسې د خپل ملګري پوروړی و او د همدې پورونو له کبله یې ځان وژنه کړې.
تردې مخکې کندهار کې یو بل ځوان هم د کندهار ښار اړوند لویي ویالې سیمه کې د پورونو له امله ځان زندۍ کړی و.