close

نورستان کې «ناپېژانده وسله والو» یو شپون په ډزو وژلی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې «ناپېژانده وسله والو» د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو شپون په ډزو وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه شپون شاه سعید نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۰ د زمري) ماښام مهال د دواب ولسوالۍ په «چوروک» سیمه کې وژل شوی.

سرچینه زیاتوي، دغه شپوونکی په داسې حال کې وژل شوی، چې د غره لمنې ته یې خپل څاروي د څړ په موخه بېولي وو.

تر اوسه د نورستان ځایي طالبانو د دغه شپوونکي د وژنې په تړاو څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا د هغه د وژنې مسوولیت په غاړه اخېستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې یوه ورځ وړاندې بیا په کونړ کې نامعلومو کسانو یو ځوان له وژلو وروسته د سیند په اوبو کې غورځولی و.