close

یونیسف: د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې مو ۱۸ میلیونه وګړو ته روغتيايي او تغذیوي خدمات وړاندې کړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د ۲۰۲۴ له جنوري بیا تر جون میاشتې يې په افغانستان کې تر ۱۸ میلیونه زیاتو وګړو ته روغتيايي او تغذیوي خدمات وړاندې کړي دي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۹ د زمري) د یوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې په دې لړ کې ۵۰ سلنه افراد چې دا خدمات ورته رسېدلي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د یونیسف په راپور کې ويل شوي چې دا خدمات په افغانستان کې د دوه زره او ۳۹۰ روغتيايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي.

یونیسف همدا راز ويلي، چې د دې مودې پر مهال یې د ۲۷ زره او ۷۴۰ روغتيايي کارمندانو معاشونه ورکړي ترڅو ماشومانو او میندو ته د روغتيايي خدماتو وړاندې کېدل دوام ولري. په دې افرادو کې ۲۷ سلنه يې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د هغو درې زره او ۳۰۰ روغتيايي مرکزونو ملاتړ یې هم کړی چې تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو درملنه کوي چې په خوارځواکۍ اخته وي.

دې بنسټ ويلي، چې د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال شپږ میلیونه او ۳۱۶ زره او ۲۱۹ ماشومان چې تر پنځو کلونو یې عمر کم وو د خوارځواکۍ له اړخه معاینه شوي او ۲۷۲ زره او ۷۹۱ تنه یې تشخیص شوي چې په حاد خوارځواکۍ اخته وو او بستر شوي دي.

یونیسف ويلي، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د تېر کال د همدې وخت په پرتله د هغو ماشومانو د درملنې او معاینې کچه ۱۸ سلنه کمه شوې او لامل یې د خوراکي او روغتيايي ټیمونو تنظیم او ځنډول، د مالي محدودیتونو له کبله د ښاري سیمو لپاره د تغذیې د برنامې کمښت او په روغتیايي کورونو کې د تغذیې د برنامې ځنډېدل دي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق ويلي، چې د ۱۷ زره او ۹۷۴ محلي ټولګیو له لارې يې ۵۶۴ زره ماشومانو ته چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي، زده کړییز خدمات وړاندې کړي او د دولتي ښوونځیو درې میلیونه او ۴۶۲ زره او ۱۹۵ زده کوونکو ته يې کتابونه او زدکړییز مواد ورکړي دي.

دغه راز یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب، په بیړنیو شرایطو کې د جنسي تاوتریخوالي او د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنيوي، اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي، د ټولنیز سلوک د بهبود، متضررو وګړو او جنډر ته د رسيدګۍ، پرمختګ او ځوانانو د ګډون په برخه کې خدمات هم وړاندې کړي.