close
UN Photo / Jean Marc Ferré

طالبانو افغانستان ته د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي پر راتګ بندیز لګولی

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ پر راتګ بندیز لګولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه‌وله سره په خبرو کې ويلي، چې افغانستان ته د بېنټ پر راتلو بندیز لګېدلی، ځکه چې دی «د افغانستان پر خلاف په تبلیغاتو کولو مامور شوی و او داسې څوک نه دی چې موږ يې پر خبرو باور وکړو».

د طالبانو ویاند ادعا کړې، چې ریچارډ بېنټ به یوه وړه موضوع غټوله او نورو سازمانو ته به يې هم ناسم معلومات ورکول.

ملګرو ملتونو او ریچارډ بېنټ تر اوسه د طالبانو د پرېکړي پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی. ښاغلي بېنټ په دې تړاو د اطلاعات روز ورځپاڼې پیغام ته هم ځواب نه دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۲ کال په اپریل مياشت کې ریچارډ بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د خپل ځانګړي راپورچي په توګه وټاکه.

دې شورا پر دې دندې د ښاغلي بېنټ د ټاکل کېدو موخه په دې هیواد کې د بشري حقونو د نقض د مسایلو څار او مستندول ګڼلي وو.

بېنټ د دې دوو کلونو پر مهال د بشري حقونو د وضعیت په اړه ګڼ راپورونه نشر کړي دي او د بشري حقونو د شورا په غونډه کې يې هم خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو ځپنې ته په اشارې په نړیوالو قوانینو کې د «جنسيتي اپارتاید» د جرم بللو غوښتنه هم کړې وه.

نوموړي په تازه توګه د ملګرو ملتونو له ۲۹ نورو کارپوهانو سره په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي، چې نړیواله تولنه باید د طالبانو حکومت عادي نه کړي.

دې کارپوهانو د ښځو پر خلاف د تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون او نورو اجرا وړ اسنادو د نقض له کبله د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر خلاف د قضیې د پرانیستل کېدو ملاتړ هم کړی وو.