اطلاعات روز: ننګرهار کې شدیدو ورښتونو او سیلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو سربیره درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې تېره ورځ (سې شنبه، ۳۰ د زمري) ناوخته د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو ماشوم خپل ژوند بایللی او د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ نور کسان ژوبل شوي دي.
د نوموړي په خبره یادو سېلابونو د جلال اباد ښار اوومې ناحيي اړوند بالا ده، ماما مېني، افغان میني، الفت میني او د خوګیاڼو ولسوالی اړوند چمتلې ښارګوټي کي لسګونه د استوګنې کورونه، هوټلونه او دوکانونو، يو دولتي روغتون، لسګونه پلونو او پلچکونو او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان اړولی دی.
بلخوا د ننګرهار د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د چمتوالي امر ادریس ساپي وایي، چې له سیلاب ځپلو کورنیو سره یې لومړنۍ عاجلې مرستې ترسره کړي او دغه راز یې سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستندویه موسېساتو په ګډون ۱۳ د سروې ټيمونه استولي چې له سروې ترسره کیدو وروسته به له اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
دغه راز په سیمه کې سیلاب ځپلو کورنیو ویلي چې د تیرې ورځې د توند ورښت له امله راوتلو سیلابونو د جلال اباد ښار ځينې برخې لاندې کړي او دغه راز په ښار کې سېلابونه عامه کورونو ته ننوتلي او د خلکو کورونه یې تخریب کړي دي.
د خلکو په وینا، چې د دغه ښار په ځينو برخو کې د باران ورېدو وروسته سېلابونه راوتلي چې د مالي زیان ترڅنګ یې د خلکو د تګ راتګ په لارو کې هم خنډونه جوړ کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې نږدې يوه مياشت وړاندې هم د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار، سره رود او يو شمیر نورو ولسواليو کې د شدید طوفان او سېلابونو له کبله له سلو زیات کسان مړه او دغه راز سلګونه نور ټپیان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمې بدلون له امله د روان کال د اپریل له میاشتې له سختو سېلابونو او شدیدو ورښتونو سره مخ دی چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.