اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) رییسې روزا اوتنبایوا ويلي چې له مذهبي لږکيو سره د تړلو افرادو د بشري حقونو په شمول د بشري حقونو ترویج او ملاتړ د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هیوادونو دنده ده.
دې دا څرګندونې نن (چهارشنبه، ۳۱ د زمري) د تروریزم د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې او همدا راز د مذهب یا عقيدې پر اساس د تاوتریخجنو اعمالو د قربانیانو د یاد د نړیوالې ورځې (۲۲ د اګست) په مناسبت کړې دي.
روزا اوتنبایوا ويلي: «موږ دا ورځې د هغو افغانانو په یاد په ځانګړي درناوي سره لمانځو چې د څو لسیزو په شخړو کې وژل شوي او يا يې خپلوان بایللي او هیله لرو چې هغوی خپل بشپړ انساني حقونه تر لاسه کړي او په دې سره دا کړاو پای ته ورسېږي.»
د یوناما رییسې ويلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دې نړیوالو لمانځنو له لارې واضح پیغام ورکوي چې د سولې د تر لاسه کولو په لړ کې د خبرو-اترو ملاتړ کوي او د تروریزم قربانیان د سولییزو ټولنو د مهمې برخې په توګه یادوي.
اوتنبایوا ويلي: «همدا راز عمومي اسمبلۍ ټینګار کوي چې دا هیوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي او له اقلیتي لږکیو سره د تړلو افرادو د بشري حقونو په شمول د بشري حقونو د ترویج او ملاتړ مسوولیت لري. دا هغه پیغام دی چې موږ غواړو د واکمنو چارواکو (طالبانو) په شمول يې افغانستان ته ورسوو.»
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۷ کال پر مهال په یوه پرېکړهلیک کې د اګست ۲۱ د تروریزم د قربانیانو یاد او د هغوی درناوي ته ځانګړې کړې ده.
د دې نومونې موخه د تروریزم د قربانیانو د ملاتړ ارزښت ښوول او د هغوی د حقونو او بنسټیزو ازادیو خوندیتوب دی.
همدا راز د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۹ کال پر مهال د اګست ۲۱ د هغو افرادو درناوي ته هم ځانګړې کړه چې د مذهب یا عقیدې له مخې د تاوتریخجنو اعمالو قرباني وي.
د یوناما په وینا، دا چاره د هغو افرادو د ملاتړ ارزښت ښيي چې د مذهب یا عقيدې پر اساس ورسره تاوتریخوالی شوی وي.