اطلاعات روز: د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي چې تر اوسه په افغانستان کې ۶۵۳ زره او ۲۶۵ یتیمان، کونډې او معلول وګړي تشخیص کړي دي.
د دې وزارت معین عبدالحکیم حقاني نن (چهارشنبه، ۳۱ د زمري) په کابل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال دا شميرې اعلان کړې دي.
ده زیاته کړې چې په دې شمېرو کې ۱۶۷ زره او ۶۵۴ د طالبانو یتیمان، کونډې او معلولین دي، ۳۶۳ زره او ۳۲۱ ملکي یتیمان، کونډې او معلولین دي او همدا راز ۱۲۲ زره او ۲۹۹ د پخواني حکومت د کارمندانو او نظامیانو یتیمان، کونډې او معلولین دي.
د دې طالب چارواکي په وینا، په یادو شویو شمېرو کې ۳۶۹ زره او ۵۳۳ تنه یتیمان، ۱۸۹ زره او ۶۳۵ تنه معلولین او ۹۴ زره او ۹۷ تنه کونډې دي.
د طالبانو د دې چارواکي له اعلان شویو شمېرو سره سم، په یتیمانو کې ۱۶۳ زره او ۴۷۹ نجونې او ۱۶۲ او ۱۹۵ تنه هلکان دي.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت معین همدا راز زیاته کړې چې دې وزارت د ۱۴۰۲ کال له زمري میاشتې بیا تر ۱۴۰۳ کال پورې له ۶۱۳ زره او ۸۸ یتیمانو، کونډو او معلولینو سره هره میاشت نغدي مرسته کړې چې ټولټال مرسته ۱۵ میلیارده او ۴۰۷ میلیون او ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ کېږي.
ده زیاته کړې چې دې وزارت د یتیمو، کونډو او معلولو وګړو د برېښنايي ثبت سيسټم فعال کړی او تر اوسه په دې سیسټم کې د ۲۶۴ زره او ۳۳۵ تنو ځانګړنې ثبت شوې دي.
عبدالحکیم حقاني ويلي چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ۶۷ خیریه موسسو سره تفاهملیکونه لاسليک کړي او له دې لارې له وړ افرادو سره څلور میلیون او ۵۰۰ زره ډالره مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړې له وجې په لسګونو زره افراد مړه، ژوبل او معلول شوي دي.
د جګړې ګڼې قرباني کورنۍ لازمو مرستو ته لاسرسی نه لري او په ځلونو يې د مسوولینو او مرستندویو بنسټونو له نه پاملرنې شکایت کړی.