close
انځور: ټولنیزې رسنۍ

رینا امیري: طالبان د نویمې لسیزې سختې تګلارې ته شدت ورکوي

اطلاعات روز: د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر سفر د طالبانو بندیز او د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون خپریدل دا روښانه کوي، چې طالبان د ۱۹۹۰ کال سختې تګلارې دوه برابره کوي.

نوموړې تېره شپه (جمعه، ۲ د وږي) ایکس کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د اوسني دریځ ساتل «اصولي، اقتصادي او امنیتي اړتیا ده».

د هغې په ​​وينا، نړيواله ټولنه باید تر هغو له طالبانو سره اړيکې عادي نه کړي، څو چې د بشري حقونو په برخه کې د هغوى په چلند کې ژور پرمختګ نه وي شوى.

طالبانو په دې وروستیو کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ پر سفر بندیز لګولی دی. دغې ډلې ښاغلی بېنټ د دوی پر ضد د پروپاګند په خپرولو تورن کړی دی.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په دې وروستیو ورځو کې «د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون» توشیح کړی دی.

دغه قانون یوه سریزه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د دې قانون ديارلسمه ماده، چې اته فقرې لري «د ښځو د حجاب اړوند احکامو» ته ځانګړې شوې ده.

د دې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي چې «د ښځې د ټول بدن پټول ضروري دي»، په دوهمه فقره کې راغلي چې «د فتنې د وېرې له کبله د ښځې د مخ پټول ضروري دي» او په دريمه فقره کې راغلي چې «د ښځو غږ (سندرې، نعتونه او قرائت په مجمع کې په زوره ویل) ستر یا عورت دی».

د طالبانو په یاد قانون کې د هېواد د اتباعو پر ازادۍ او حقونو نور محدودیتونه هم وضع شوي دي.

دغه قانون غبرګونونه هم راپارولي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بربوک د طالبانو د امربالمعروف قانون پر تصویب سختې نیوکې کړي او دا یې له ښځو څخه سل پاڼې «نفرت» بللی دی.