اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس خپل ۲۶ کلن ورور تر لفظي شخړې وروسته د چړې په ګوزارونو وژلی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې دغه پیښه تېره ورځ (جمعه، ۲ د وږي) ناوخته د دهراوود ولسوالۍ اړوند «اڅکزو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې وژل شوی کس ګران نومیده او له ورور سره یې د یوې کورنۍ موضوع پر سر شخړه شوې، چې په دې منځ کې یې ورور پورته شوی او ګران یې د چړې په ګوزارونو وژلی دی.
طالب پولیس زیاتوي، چې قاتل له سيمې تښتيدلی او دوی یې د نيولو هڅې پېل کړې دي.
هیواد کې فقر، بې کاري او اقتصادي ستونزې د کورني تاوتریخوالي لوی عاملونه بلل کېږي.