close
انځور: استول شوی

نورستان کې «نامعلومو وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان نن (یکشنبه، ۴ د وږي) سهار وختي د منډول ولسوالۍ اړوند «لینر» کلي کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی ځوان عبدالرازق نومېده او د منډول ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

سرچینې د عبدالرازق نومي ځوان د وژلو د انګېزې او قاتلینو په تړاو نور جزیات په ډاګه نه کړل.

تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د نورستان ځایي اوسېدونکي وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې هدفي وژنې او نا امني زیاته شوې، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړي.