اطلاعات روز: په کابل کې د جاپان سفارت د طالبانو د مشر له لوري د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د قانون توشیح کېدو ته په غبرګون کې ويلي چې یو ځل بیا پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو د دوام په اړه خپله اندېښنه څرګندوي.
دې سفارت نن (شنبه، ۳ د وږي) پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي چې د نړيوالې ټولنې په همغږۍ طالبان هڅوي چې د زده کړو، کار او ازد تګ-راتګ په تړاو د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون په تازه توګه توشیح کړی او د طالبانو په وینا چې اوس مهال دا قانون نافذ دی.
په دې قانون کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او ويل شوي چې د ښځو غږ «عورت» دی.
له دې قانون سره سم د ښځو جامې باید لنډې، نازکې او چسپې نه وي او ښځې باید له کوره د وتلو پر مهال خپل مخ او بدن پټ کړي او غږ یې باید وانه ورېدل شي.
په دې قانون کې د نارينهوو پر ظاهري څرنګوالي هم ګڼ بندیزونه لګول شوي او په دې لړ کې يې د ږيرې خرېيل او لنډول هم منع کړي دي.
طالبانو همدا راز په کمپیوټر او ټلیفون کې د موسيقۍ اورېدل او د فلمونو کتل منع کړي دي.
دې ډلې پر هغو افرادو تعزیرات لګولي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له قانون څخه سرغړونه کوي.
د دې قانون توشیح کېدلو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د المان د بهرنیو چارو وزیرې دا له ښځو د نفرت سل پاڼې بللې دي. د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا اميري ويلي چې دا قانون ښيي چې طالبان د نویمو کلونو سختدریځي سياستونه پلي کوي.