close

اوچا: په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۶ د وږي) پر ایکس ليکلي چې په افغانستان کې د هوا ګرمېدل د اوبو د کمښت لامل شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کورنۍ په اوسطه توګه د اوبو لپاره ۱۷ دقیقې مزل کوي او په ښاري سیمو کې د تېر کال په پرتله د اوبو لپاره دوه چنده لوړه بیه پرې کوي.

د اوچا له شمېرو سره سم، دا په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال په افغانستان کې ۴۸ سلنه کورنیو اوبو ته په لاسرسي کې ستونزه درلوده.

پرلپسې درې کاله کېږي چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی او له کبله یې د څښاک اوبو ته د افغانستان د وګړو لاسرسی په پام وړ توګه کم شوی.

د پلازمينې کابل په ګډون هیوادوالو بیا – بیا د څښاک د اوبو په اړه شکایت کړی دی.