close

ننګرهار کې د بیزو د تڼاکې ناروغۍ یوه شکمنه پېښه ثبت شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت سیمه‌ییز روغتون ته یوه ماشوم راوړل شوې وه چې د بیزو د تڼاکو په ناروغۍ د اخته کیدو نښې يې درلودې.

یوې مهمې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا ماشومه وړمه ورځ (یکشنبه، ۴ د وږي) د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته راوړل شوې وه او له علایمو يې څرګندېدله چې دا نجلۍ د بیزو د تڼاکې پر ناروغۍ اخته شوې او اوس مهال تر درملنې لاندې ده.

سرچینې زیاته کړې یاده نجلۍ په اصل کې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسیدونکې ده خو کورنۍ یې اوس مهال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ژوند کوي.

که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تیره اوونۍ یې چارواکو د یوې ناستې پر مهال په افغانستان کې د بیزو د تڼاکې ناروغۍ د خپریدو او د مخنیوي د تدابیرو په اړه خبرداری ورکړی و.

تېره ورځ هم له پکتیا او کابل څخه د بیزو د تڼاکو د ناروغۍ د دوو شکمنو پېښو خبر ورکړل شوی وو.

ډاکتران وایې«ام‌پاکس» یا د بیزوګۍ تڼاکې یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د کانګو په جمهوریت کې خپره شوه.