اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د فاریاب یو اوسیدونکي خپله میرمن د چړې په وسیله حلاله کړې او وژلې ده.
پولیس زیاتوي، دغه میرمن «بي بي امینه» نومیده، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۶ د وږي) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «غلام فاروق» کلي کې د خپل خاوند جان محمد له لوري وژل شوې.
د طالب پولیسو په خبره، بې بي امینې ۲۰ کاله عمر درلود، چې اصل کې د کندهار د «یخ کاریز» سیمې اوسیدونکی وه او شپږ میاشتي وړاندې د جان محمد په نوم د فاریاب ولایت یو اوسیدونکي ته واده شوې وه، چې اوس مهال یې د سپین بولدک ولسوالۍ په غلام فاروق کلي کې ژوند کاوه.
پولیس زیاتوي، چې جان محمد ۳۷ کاله عمر لري او د خپلي میرمنې تر وژلو وروسته له کوره تښتېدلی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیسو تر اوسه د دغې پېښې علت نه دی په ډاګه کړی، خو تر دې مخکې دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوي دي.