اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ۲۱ کلن ځوان ځان وژنه کړې.
د سیمې یو اوسیدونکی عطاالله وایي، چې دغه ځوان روحید نومېده او تېره ورځ (سې شنبه، ۶ د وږي) ماښام یې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند لاندې قصبې «انجینر غفار» کوڅې سیمه کې د ټوپک په وسیله ځان وېشتلی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
نوموړی زیاتوي، یاد ځوان ۲۱ کاله عمر درلود، خو په وینا یې تر اوسه یې د وژنې انګیزه نه ده څرګنده شوې.
له دې څو ورځې وړاندې په فاریاب او بدخشان ولایتونو کې هم د دوو ځوانانو د ځان وژنې راپورونه ورکړل شوي وو.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو له لوري د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره رواني ناروغۍ، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.